طوفان هریرود لوبډلې د څلورم ځل لپاره شاهين اسمايي لوبډله ماته کړه

احمد مسعود

پرون د افغانستان فوټبال غوره اتم پړاو پايلوبه د طوفان هريرود فوټبال ټيم او شاهين اسمايي فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې لومړۍ او دوهمه نيمايي د دواړو ټيمونو ترمنځ 0-0 مساوي پای ته ورسېده چي لوبه نيم ساعت نوره هم اضافي وخت ته ولاړه.

د اضافي وخت په لومړۍ نيمايي کې د طوفان هريرود تازه دمه لوبغاړی حاتم شيردل د طوفان هريرود فوټبال ټيم د اتلولۍ ګول ترسره کړ او شاهين اسمايي فوټبال ټيم ته يي د شاهين په کور کي 1-0 ماته ورکړه. شاهين اسمايي فوټبال ټيم تر ګول خوړلو وروسته په لوبغالي کې ناست د پايتخت مينوالو د طوفان هريرود فوټبال ټيم لوبغاړي په بوتلانو سره بدرګه کړه او د فدراسيون د نظم ساتلو کسانو يي ننداره کوله، چې دا افغانستان فوټبال فدراسيون او پايتخت کابل د مينوالو پر بد اخلاقۍ او بدې رويې دلالت کوی.

تر دې مخکې د شاهين او طوفان هريرود ترمنځ پينځه لوبي ترسره شوې وې چې درې يي طوفان هريرود او دوې يي شاهين اسمايي ګټلي وې. طوفان هريرود شاهين اسمايي فوټبال ټيم ته د پرون په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره د افغانستان فوټبال غوره لیګ په تاريخ کې مات او د دريم ځل لپاره يي د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه.

طوفان هريرود فوټبال ټيم د افغانستان فوټبال غوره په لومړي پړاو، ووم پړاو او اتم پړوا کې ددې ليګ اتلولۍ ترلاسه کړي دي چې د اتم پړاو غوره ليګ پايلوبي ته يي د ميوند اتلان، سیمرغ البرز، موجهای امو او سپين غر بازانو په ماتولو سره لاې موندلې وې..

شاهين اسمايي فوټبال ټيم هم ددې ليګ پايلوبې ته د سیمرغ البرز،اباسين څپې، سپين غر بازانو او د عقابان هندوکش په ماتولو سره پايلوبې ته وتلی وو. په وروستيو کې د ليګ د ډيرو ګول وهلو لوبغاړی د شاهين اسمايي فوټبال ټيم څخه روف قادري ته، د ليګ غوره لوبغاړي فيصل حميدي ته، غوره ګول ساتونکي کاوش حيدري ته نغدي جائزې او طوفان هريرود ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.