د زابلي ځوان کرکټر  نوراحمد سعادت غمشریکي اداء شوه

هارون لېوال
وړمه ورځ/ چهارشنبه/ په زابل ولایت کې د کرکټ د آمر محبوب محبت په مشرۍ او لارښوونه د کرکټ د دوو لوبډلو هلمند او زابل لوبغاړو تر لوبې وړاندې د زابلي شهید کرکټر نوراحمد سعادت انځورونه له ځان سره ولېږدول، پر ویشتنځای یې د هغه روح ته دعاوې وکړې، او ورسره یې ترڅنګ په لوبه کې د ماتم په پار توري پټۍ هم د لوبې پر مهال پر خپلو مټو تړلي وې.

نور احمد سعادت تنکی ځوان کرکټر و چې د سه شنبې په ورځ یې په یوه ترافیکې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړی چې د ځوانۍ او هوښیارتیا مرحلو ته نوی رسېدلی و، له شا او خوا څلورو کلنو راهیسي یې زابل کې د کرکټ لوبه کوله، نوموړی د یوې اقتصاد برابرې کورنۍ غړی و، د کرکټ په ډګر کې د زابل په محلی بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېدلی و. خو اوس له یوې برابرې اریانا کرکټ لوبډلې سره لوبېده. سعادت په راسته لاس توپ وهونکی او توپ اچوونکی وو او کابو دوې اونۍ وړاندي یې د زابل منتخبې ۱۶ کلنې لوبډلې ته ازموینه هم ورکړې وه، چې د خپل لوبیز ژوند خورا لوړ خوبونه یې لیدل ، اما پر دې نړۍ یې ژوند همدومره و او بس.

هېره دې نه وي چې تر ده وړاندې هم د زابل له لوبیز ډګره یو شمېر نور ځوان لوبغاړي دې ته ورته ترافیکې پېښو کې د تل لپاره له دې نړۍ رخصت شوی یا ابدي فلج شوي دي، چې له ډلې یې د زابل فوټبال لوبډلې تخنیکې لوبغاړی حامد خان، بلال احمد، شهیدان او مسعود احمد، له دواړو پښو لوېدلی او فلج شوي دي.