د پاکستان کرکټ سوداګریز لیګ سږ کال په پاکستان کې کیږي

ولید خپلواک

د پاکستان کرکټ بورډ خبردارې ورکړ چې دا ځل د پاکستان لیګ په کور دننه ترسره کیږي.

 د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکي (پي ایس ايل) لیګ به د ا ځل د دوبۍ پر ځای په پاکستان کې ترسره کيږي.

 د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې هیڅ کومه لوبه به د پاکستان څخه بهر تر سره نشي.

 د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي کوم لوبغاړي چې پاکستان ته نه راځي. نو باید ښه په ډاډ سره راشي او له بهرنېو لوبغاړو مو هیله هم همدا ده چې په ډاډه زړه پاکستان هيواد ته د لوبو کولو لپاره راشي او هیڅ ډول وېره څرګنده نه کړي.

 د پاکستان کرکټ تجارتي سیالۍ یا پي ایس ایل د همدې میاشتې پر ۲۰ نيټه پيل کيږي او د پاکستان کرکټ بورډ او لوبغاړو غوښتنه همدا ده چې باید ټول لوبغاړي په خوشالۍ سره پاکستان ته راشي.

 په پاکستان هيواد کې له ۲۰۰۹ م کال ورسته سیالۍ ځکه نه ترسره کيږي چې دوی پر همدې کال پر سریلانکا یې لوبډله وسلوال برید وکړ، خو په دي ورستیو کلونو کې پاکستان هیواد ته د پيسو په بدل کې سریلانکا ویسټ انډیزي سویلي افریقا او ځنې نورې لوبډلې ورغلې وې .

 څه موده وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني وویل چې درې اړخیز سیریزونه نور په بل هیواد کې نه تر سره کوي او باید پاکستان ته راشي.