افغانستان زیمبابوې ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /سې شنبه/ درېمه یو ورځینۍ مسابقه له زیمبابوې په ۷ ویکټونو او ۱۳۵ توپونو وګټله.
پچه زیمبابوې وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ، خو لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.
لومړي درې لوبغاړي دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان وسوځول خو په مجموع کې راشد ارمان تر ټولو غوره باولینګ وکړ. ده نه یوازې دا چې ۵ لوبغاړي وسوځول، لږ منډې (۲۴) یې ورکړې.
راشد ارمان د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
مجیب الرحمان په ۱۰ اوورونو کې ۴۵ منډې ورکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځول. دوه لوبغاړي نور دولت ځدراڼ او ګلبدین نایب وسوځول.
په بیټنګ کې رحمت شاه او ناصر جمال ښه لوبه وکړه. رحمت شاه په ۵۲ توپونو ۵۶ او ناصرجمال په ۵۷ توپونو ۵۱ منډې وکړې. رحمت شاه د ښه بیټنګ جایزه وګټله.
شهزاد ۷، احسان الله ۱۲، محمد نبي ۱۸ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدراڼ ۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د جمعې په ورځ په څلورمه یو ورځینۍ سیالي کې سره مخامخ شي.
که د جمعې مسابقه افغانستان وګټله د یو ورځینیو سیالیو د لړۍ جام به خپل کړي.
تراوسه دوې سیالۍ افغانستان او یوه زیمبابوې ګټلې ده.