خوست کرکټ د اسیا په کچه/ محمدرحیم سکندر

ننګرهار ته د ادب زانګو هم ویل کیږي او د کرکټ کور هم او دا ویاړ په کار او زیار سره تر لاسه کیږي . خو له دې څو کلونو راهیسې خوست هم د ادب او ورزش په برخه کې ویاړنونه لري چې رڼې څېرې یې له چا پټې نه دي . خوست کرکټ په کمه موده کې په نړیواله کچه لوبغاړي روزلي دي او هم د میدانونو او اکاډمیو برابرولو لپاره په نړیواله سطحه پلان لري .

په دې نېږدې وخت کې هم په شخصي او هم د خوست کرکټ ادارې په مرسته ډېر تېز تګ شوی دی ، چې ښه مثال یې د خوست کرکټ شخصي لوبغالی دی . دغه لوبغالی ته چې ټول هیوادوال خوشال دی ، په جوړیدو سره یې سمدستي په ولایتي سطحه لوبه هم پیل کړې چې د افغانستان د ښو لوبغاړو په شمول د کوزې پښتونخوا د کوهاټ لوبډله هم په کې ولوبیدله . ورسته څلور ورځنۍ لوبې پیل شوې چې زیات مینوال او کرکټران یې بېرته ډاډه او راجلب کړل .

په خوست کې د کرکټ بورډ نماینده سید عالم شاه وايي : له دوو کلونو راهیسې چې زه په خوست کې د کرکټ ادارې مشر یم ، نو زیاتې ولایتې سیالۍ مو برابرې کړې دي او ښه ، ښه استعدادونه لاسته راغلي دي ، چې نن یې مونږ او تاسې ښې لوبې ګورو . دا مو لومړني ګامونه وو ، انشاالله راتلونکي ته چې په خوست کې د شخصي میدانونو تر څنګ د کرکټ بورډ لخوا منضور شوی میدان هم جوړ شي ، نو بیا به د هیواد څه چې د ایسا او نړۍ په کچه په کرکټ کې نوم ولرو ، ځکه خوستوال پخلپه د پرمختګ پلویان دي . دغه راز سید عالم شاه سا مجلې ته یو څو لېسټونه ور ښکاره کړل او د لېسټ له مخې یې وویل : دا د ولسوالیو په کچه تورنمېنټونه دي ، چې اکثره مې د احساس له مخې له خپل جیبه شخصي لګښت ورکړی او ځینې مې له سوداګرو او تجارانو نه ورته اخیستي ، خو لوبغاړي مې نهیلي نه دي لیږلي .

د کرکټ بورډ پلاوی څه وخت وړاندې خوست ته راغلی و ، چې د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ، د مېس عینک زون رئیس حاجي عالم ، په خوست کې د کرکټ بورډ نماینده ښاغلی سید عالم شاه ، په خوست کې د کرکټ اکاډمۍ مسوول روزونکی ضیاءالحق اوریاخېل ور سره شامل وو . د خوست کرکټ له چارواکو سره یې لیدنه وکړه او په ستونزو یې ور سره خبرې وکړې . ستونزې دا وې : د اکاډمۍ لپاره خاوره ، د سایډ سکرین ، د اکاډمۍ د چاپېریال رنګ ، په دیوالونو جالي ، د اکاډمي لپاره جال ، د اکاډمۍ تشنابونه ، د اکاډمۍ لپاره دوه نوي پیچونه ، د بالېنګ ماشین ، دا د خوست کرکټ ادارې او اکاډمي سره کرکټ بورډ ژمنه وکړه او انشاالله په په نیږدې وخت کې به یې شاهدان وو . سید عالم وايي :

زمونږ د ادارې لخوا سهار او ماسپښین مهال اکاډمي جریان لري ، چې پکې د (۱۳۰) نوو لوبغاړو په شاوخوا کې تمرین کیږي او د کرکټ زده کړې کوي . څه وخت وړاندې د خوست کرکټ ادارې له خوا څلور تنه د ویکټ جوړونې کورس لپاره لیږل شوي دي . د یو لوبغاړي څخه (۱۰۰۰) افغانۍ داخله اخیستل کیږي او بیا وروسته د یو لوبغاړي څخه د میاشتې (۳۰۰) افغانۍ اخیستل کیږي .

خوست کرکټ اکاډمي د افغانستان په کچه تر ټولو پرمختللې اکاډمي بلل کیږي .
اوس هم په ځینو ولسوالیو کې د کرکټ تورنمېنټونه په لار اچول شوي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *