د کرکټ پوهنې ضرورت څه و !؟ / محمدرحیم سکندر

اول زه چې ما د کرکټ هره لوبه کتله او لیکنه به مې پرې کوله، دومره ډاډه نه وم لکه د دې کتاب (مسلکي کرکټ پوهنه) له لوستو ورسته چې ډاډه شوم.

زمونږ ستر مشکل مبصرینو ( کمېنټټرانو) رامنځته کړي دي، هغه څوک چې چیِغې وهي، له لوبغاړو تل ستر شاټونه غواړي، په لوبغاړو او کرکټ بورډ نیوکې کوي؛ مونږ ورته خوشال وو او پر حقه یې بولو.

بل ستر مشکل دا دي چې مونږ د لوبغاړي اوټ اف فام او فام په اړه معلومات نه لرو، یوازې مو ایډیال او بخت د (خوښې لوبغاړي) ته پام وي، چې دا حالت مو د کرکټ له تباهۍ بل مخته تګ ته نه بیايي.

بل ستر مشکل دا دي چې مونږ اوس هم د یو هیواد بریا په پام کې نه نیسو، یوازې قوم پرستي او یا ولایتي بدنیتۍ په پام نیسو، کاش په کرکټ کې سل کسیزه لوبډله برابریدای شوای، نو بیا به د هر قوم غوښتنه په پام کې نیول کیدای.

هر سړی ځان کرکټ پوه بولي، خو دغه کتاب ته په کتو د اکثرو کمېنټټرانو مینوال تېروتي دي او په کرکټ کې له نفاق پرته بل اتفاق نه پېښوي.

ما چې د دې کتاب پروف او ترتیب په غاړه اخیستی و، نو د پاسنیو ګټو تر څنګ مې دا ګټه هم په کې ولیده چې د کمېنېټټرانو تر څنګ به عام ولس هم د کرکټ له تیوري خبر شي او د هر چا په تبصره به باور نه ساتي، ځکه افغانستان ته په دې وروستیو کې کرکټ راغلی او زیاته وده یې کړې ده، خو لا هم په کلیو او کوڅو کې په کرکټ د نه پوهېدنې له امله زیات وخت د لوبغاړو او مینوالو تر منځ شړې راپورته کیږي او روان ټورنمېټ تس نس کړي.

بل مې په دې کتاب کې بې طرفي خوښه شوه، اکثره وخت مونږ لیکنې کوو، خو یا به د چا په فرمایش وي، یا به په کرکټ بورډ او لوبغاړو پسې بې منطقه نیوکې او ښکنځلې وي، متاسفانه چې دې چارې هم د کرکټ مینوال ګلګوچ کړي دي.

تاسې به زما غوندې د ( مسلکي کرکټ پوهنه) کتاب له لوستو ورسته په دې پوه شئ، چې کرکټ کله ، چا، چېرته ، ولې او څه ډول پیل شو؟

د کرکټ تاریخ، د پیچ (ویشتنځای) ، لوبغاړو ، بالرانو ، بېټسمېنانو، فلډرانو، لوبدلمشرانو، په یو هیواد کې د لوبې لپاره مناسبه هوا ، د امپایرانو پرېکړې، د کمېنټټرانو مسلکيتوب، کېمرمینانو، پنځه ورځنۍ، پنځوس اوریزې، شل اوریزې، تجارتي لوبې، د میدان اړخونه، کرکټ بورډ او په کرکټ بورډ کې د هر چا خپله دنده، د غوراوي کمېټه، ډاکټر، مساج کوونکی، اختیاطي لوبغاړي، د لوبو وخت او باران، د لوبډلو درجه بندي او نورومهمو ټکو په اړه واضح او مفصل معلومات تر لاسه کړئ.

مقصد که غواړئ چې د کرکټ له لوبې خوند واخلئ او یا نندارچي پاتې شئ، نو اول دا کتاب را لاسته کړئ او زما دا تجربه هم یاد ساتئ چې د کرکټ نندارې ته له سر تمبه او ناپوهانو سره مه کینئ.

ما ته تر ټولو مشکل کار د یوې لیکنې او یا کتاب پروف او ترتیب دی، خو کله مې چې د بهار سمسور دا کتاب اېډیټ کاوه، داسې فکر مې کاوه د نړۍ د چاڼ لوبغاړو په ګډه یوه تاریخي لوبه ننداره کوم او دعا رانه وشوه چې دا ډول خوندور کتابونه دې لا ډېر شي.

د ځوان بهار سمسور دا ځوان ګام ټول فکر او تجربه خپله ده او کمه یې ژباړه ده، ځکه نوموړی پخپله هم د کورني کرکټ لوبغاړي او کمېنټټور(مبصر) پاتې شوی او په خوست کې زیات مینوال لري .

سمسور په خوست کې لومړي په سولې پیغام راډیو کې د سپورټ تر څنګ نورې بېلابېلې خپرونې پر مخ بېولې او اوس د خوست په زرغون تلویزیون او یون راډیو کې دنده تر سره کوي، د سمسور ژبه روانه او ساده ده ، هر ووړ او زوړ په اسانه مطلب ترې اخیستلی شي.

بهار سمسور کله کله شعر هم لیکي او تر څنګ په یو ناول هم کار پای ته رسولی چې په نېږدې وخت کې به را چاپ شي.

هیله لرم تالیف کوونکي دا ډول نويوالي ته زیاته توجه وکړي او بهار سمسور ته همداسې ځیرکتیا او بریا غواړم.

مبارک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *