ویسټ انډيز د انګلېنډ مېلمستیا ونه کړه

ـــ تاند

کوربه ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې مېلمه انګلینډۍ لوبډله د ۲۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړه. ددې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې انګلینډ برلاسۍ ښکارېده، چې د خپل تاریخ ستر ۳۶۱ منډې هدف ېې ترلاسه کړی و.

که څه هم په هغه لوبه کې د شپیږو اتل لوبغاړی چې د ویسټ انډيز لوبډلې لپاره یې ډېرې لاسته رواړنې لرلي دي، د کریس ګېل سلیزه یا ۱۳۵ منډې د پام وړ وې.

ویسټ انډيز د خپلو لوبغاړو په غوره کار کردګۍ سیالي په خبل نوم کړه.

 په دوهمه لوبه کې ویسټ انډیزی چپ لاسۍ توپ وهونکی هیټمایر د ۱۰۴ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. اوس نو د دواړو لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ یو یو مساوي روانه ده

هېره دې نه وي چې د ټېسټ لوبو لړۍ کوربه ویسټ انډیز دوه یو ګټلي وه.