اې بي ډېویلرز پاکستان ته نه ځي

بهار سمسور 

نوموړي په روان پاکستان سوپر لیګ کې له لاهرو قلندرز لوبډلې سره په ۷ لوبو کې د لوبیدو تړون لاسلیک کړی و او له وخت پوره کیدو سره سم يې له لاهور قلندرز لوبډلې سره لاره جلا کړه.

تېر کال ډيوېلرز له پي ټي وي سپورت سره په خبرو کې ویلي و اوس هغه وخت دی چې پاستان ته نړیوال کریکټ راوګرځي، پاکستان د دې لپآره بشپړ اماده دی چې نړیوالې لوبډلې پکې لوبې تر سره کړي.

خو پرون ای اېن پي اېس کریکنفو د اې بي ډيوېلرز له خولې خبر ورکړ چې د ملا د زخمي کیدو په وجه له لاهور قلندرز سره پاکستان ته نه شي کولی لاړ شي.

هغه ویلي:

مننه د لاهور قلندرز لوبډلې څخه چې ماته يې په لوبډله  کې د لوبیدو چانس راکړی و،زه د ۸ لوبو د ترسره کولو لپاره له دغې ادارې سره تړون کړی و خو نور راته وخت اجازه نه راکوي چې د دغې لوبډلې سره پاتې شم.

وړمه ورځ پآکستاني بورډ خبر ورکړی و چې بهرني لوبغاړي به هم د پاکستان سوپر لیګ هغه لوبو کې شتون ولري کوم چې په پاکستان کراچۍ کې تر سره کیږي، خو دې ډيوېلرز انکار او کورته تګ شاید د نورو بهرنیو لوبغاړو انکار ته لار هواره کړي.

لاهور قلندرز د ډيوېلرز د څو ښکلو لوبو پر مټ د نومرو په جدول کې څلورم مقام ته ځان رسولی خو وبه کتل شي د آې بي ډي له تګ وروسته لاهور قلندرز مخکې تګ ته دوام ورکوي کنه شاته حرکت کوي.