د جګړې له سرې کرښې تر نړیوال جام

لیکنه: سوراج نیرسیکار

ژباړه: اکبر اقبال

دا نو سخته ګرمه ورځ وه، افغانستان د تورتوپان (ویسټ انډيز) پر وړاندې میدان ته وتو، چا چې په نړیوال جام کې هیڅ حریف له ماتې ورکولو پرته نه ؤ پریښی.

د مارچ اوویشتمه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې داسې یوه ورځ وه، چې د جنګ ځپلي افغانستان زړورو لوبغاړو د کرکټ د نړۍ یوه نه ماتیدونکې لوبډله په ګنډو کړې وه. افغانانو په هېواد کې د ننه او بیرون خوشحالۍ کولې او له سترګو یې د خوښۍ اوښکې بهیدې.

د افغان کرکټ دغه سترې لاسته راوړنې په اسانه نه دي ترلاسه شوې، بلکې له ډېرو هلوو ځلو وروسته افغان لوبغاړي په دې وتوانیدل چې د نړۍ له سترو لوبډلو سره ډغرې ووهي. زیاتره افغان لوبغاړو د مهاجرت پر وخت، د کډوالو په کمپونو کې کرکټ پيل کړ، چېرې چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم په نشت حساب وې، نو په داسې حالاتو کې د لوبې سامان الات پیدا کول لا ستونزمن وو. ډېری وخت افغان لوبغاړو ته دغه سامانونه د سفارتونو چارواکو او بډایه کسانو اخیستل، خو د دوی یواځې همدا ستونزه نه وه، بلکې د امنیت ستونزه، د تمرین لپاره د یوه مناسب ځای نه شتون، د دوامداره تمرین نه کول، د یوه ښه روزونکي نه لرل او همدا شان په لږه اندازه کرکټ ته لاسرسی…، دا ټول هغه څه وو چې افغان لوبډله یې ننګوله.

خو له دې ټولو ستونزو سره سره، هغه کارنامې چې افغان لوبډلې په دې تېرو دیارلسو کالونو کې وکړې، شاید کومه بله لوبډله یې و نه کړای شي.

د افغان لوبډلې پرمختګ په اړه یو څو کرښې:

په ۲۰۰۱ کال کې افغان الف لوبډلې وکړای شول نېدرلېنډ، سکاټ لېنډ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړي. او په ۲۰۰۸ کال کې افغان لوبډلې په نړیواله کچه د کرکټ دغه سفر پيل کړو، په ۲۰۱۰ کال کې یې نړیوال کرکټ لیګ پنځم ډويژن ته لاره ومونده، او همدا شان په ۲۰۱۰ کال یې په نړیوالو ۲۰ اوریزوسیالیو کې هم ګډون وکړو.

که څه هم چې افغان لوبډلې و نه کړای شول چې ۲۰۱۱ نړیوال جام ته لاره پيدا کړي خو د کرکټ نړیوالې شورا دوی ته تر څلورو کلونو پورې د یوې ورځنیو لوبو کولو رسمیت ورکړو. دوی په نړیوال شل اوریز جام کې، چې په سریلنکا کې ترسره شو ګډون وکړو خو کومه لوبه یې و نه ګټله او له سیالیو بهر شول، په ۲۰۱۳ کال کې کینیا ته په ماتې ورکولو سره دوی وکړای شول چې ۲۰۱۵ نړیوال جام ته لاره پیدا کړي، چېرې چې افغان لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه وګټله او سکاټلېنډ ته یې په یوه ویکټه ماتې ورکړه.

په ۲۰۱۶ نړیوال جام کې افغان لوبډلې په زړه پورې لوبې وکړې، دوی سکاټلېنډ، زمبابوې او نه ماتیدونکي ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې او له انګلېنډ، سریلنکا او سویلي افریقا سره یې په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

د دې ترڅنګ په یوه ورځنیو لوبو کې یې زمبابوې او بنګلادېش ته هم ماتې ورکړې، چې نړیوال ورته ګوته په غاښ دي.

دا مهال په شل اوریزه درجه بندۍ کې افغان لوبډله نهم مقام لري او د دوو ټېسټ لوبډلو(بنګلادېش او زمبابوې) څخه هم مخکې دی، چې دا یې د ګړندي پرمختګ ثبوت وړاندې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم تل هڅه کړې چې د کرکټ له ټولو هیوادونو سره نږدې اړیکي وساتي او همدا شان خپلو ټولو لوبډلو، ملي، الف، نولس کلنو او معلولینو لپاره لوبې برابرې کړي. په دې لړ کې افغانستان کرکټ بورډ وکړای شول چې د هندوستان کرکټ بورډ توجه ځانته راواړوي. د هندوستان کرکټ بورډ هم غواړي چې له افغان کرکټ سره دوامداره همکاري وکړي، چې ښه مثال یې په هندوستان کې افغان لوبډلې ته د نویډا کرکټ لوبغالي (سټیډېم) په واک کې ورکول وو، افغان لوبډله کولی شي چې د دې سټیډېم له ټولو امکاناتو برخمن شي.

افغان لوبډله به په ۲۰۱۷ کال کې له ویسټ انډیز او زمبابوې سره لوبې ولري او د کرکټ ماهرینو په وینا چې دا به ډېرې په زړه پورې لوبې وي او افغان لوبډله به ښه وځلیږي.

افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې هغه لاسته راوړنې لرلې چې ښايي ډېرو لوبډلو ته یو خوب ښکاري، هیله ده چې دغه لوبډله به په راتلونکي کې هم ښې لوبې وکړي او د نړۍ په میدانونو به خپل بیرغ ورپوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *