د مېلر سلیزه له ټولو وړاندې شوه

ژباړه: شېرزی |

د سویلي افریقا چپ لاسي خطرناک لوبغاړي ډېوېد مېلر د بنګله دېش په خلاف دویمه شل اوریزه لوبه کې د تېزې سلیزې ریکارډ جوړ کړ او په 35 توپونو یې تر ټولو تېزه سلیزه وکړه.

مېلر لومړی توپ وهونکی شو، چې په شل اوریز نړیوال کریکټ کې یې تېزه سلیزه پخپل نوم ثبت کړه، له دې وړاندې د همدې ټيم لوبغاړو  2012  Richard Levi کې د نېوزېلېنډ په خلاف په 45 توپونو او Faf Du Plessis په 2015 کې د ویسټ انډيز په خلاف 46 توپونو باندې تېزې سلیزې کړې وې، خو ډېوېډ میلر بیا په 35 توپونو سلیزه جوړه کړه، چې 7 څلوریزې او 9 شپږیزې پکې شاملې وې.

په دې لوبه کې:

  • لومړی شهکار و، چې له څلورم پوزیشن وروسته میلر ترسره کړ، لدې وړاندې نیوزېلینډې Corey Anderson په همدې کال کې پنځم پوزیشن باندې د بنګله دېش په خلاف 94  منډې کړې وې.
  • په نولسم اور کې د 31 منډو جوړول بل ریکارډ و، میلر د محمد سیف الدین په خلاف په پنځو لومړیو بالونو باندې پنځه شپږیزې ووهلې، لدې وړاندې دغه کار یواځې Evin Lewis او Yuvraj Singh  کړی و او په توپ اچونه کې بنګله دیشي Rubel Hossain 29  زیاتې منډې ورکړې وې.
  • په څلورو اورونو کې د 16 توپونو په لوبولو سره د 59 منډو جوړول هغه څه و، چې لدې وړاندې یواځې افغان لوبغاړي محمدنبي په همدې کال د ایرلېنډ په خلاف کړي وو او په 30 توپونو یې 89 منډې کړې وې.
  • مېلر په 12 توپونو له 51 منډو تر سلیزې لاړو، لومړۍ پنځوسیزه یې په 23 توپونو او دویمه هغه یې په 12 توپونو ترسره کړه.
  • په شل اوریز نړیوال کریکټ کې د ډېوېډ مېلر  دا دریمه سلیزه وه.
  • په اخري 5 اورونو کې د 90 منډو جوړول بله کهاني شوه، چې د بنګله دېش په ټيم ثبت شوه، افغانستان په وړاندې د آیرلېنډ لخوا 88 منډې جوړې شوې وې.
  • په وروستیو لسو اورونو کې د 146 منډو جوړول هم دریم لوړ سکور وشمیرل شو، چې لدې مخکې 2007 نړیوال جام کې کینیا د سریلانکا په  خلاف 159 منډې کړې وې.
  • بنګله دېش ته د 224 منډو جوړول بل ریکارډ شو، چې لدې مخکې 2013 کې نېوزېلېنډ ورباندې 204 منډې کړې وې او دا څلورم ځل و، چې ددوی په ټيم باندې له 200 منډې اوړي.

یادونه: له نړیوال کریکټ پرته په تجارتي او کورنیو لوبو کې Chris Gayle په 30 توپونو او Andrew Symonds په 34 توپونو سلیزې جوړې کړیدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *