وزلوبې ته فدراسیون او نوی قانون جوړ شو

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د شنبې په ورځ /اګست۲۷/ اعلان وکړچې وزلوبه یا بزکشي یې د هېواد د ملي لوبو په فهرست کې رسماً ثبت کړه.

له دې اعلان سره په یو وخت د افغانستان د وزلوبې فدراسیون هم په د لومړي ځل لپاره جوړ او رسماً یې په کار پیل وکړ.

د اولمپیک کمیټه وایي، د وزلوبې په نوي قانون یا مقرراتو کې د څارویو خوندیتوب ته پاملرنه شوې او نور به د څاروي (وزه یا سخوندر) پر ځای له پلاستیکي بُز څخه کار اخیستل کېږي. پلاستیکي بُز به د توپ په شان بیا بیا کارول کېدای شي.

وز لوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.

د زرګونو کلونو دودیزه سیالۍ ده. د اولمپیلک کمېټې له خوا یې د ملي سیالۍ نوم اخیستی خو دولتي چارواکو لا هم په رسمي ډول ملي نه ده اعلان کړې.

د وزلوبې فدراسیون شاوخوا دیارلس کاله وړاندې په غیر رسمي بڼه کار پیل کړی و چې ایله اوس د دې فدراسیون کار د اولمپيک کمیټې له خوا رسمي اعلان شو.

د اولمپیک کمېټې چارواکی محمود حنیف وایي په نړیواله کچه د دې لوبې ودې لپاره یې ځینې قوانین د دې لوبې فدراسیون ته جوړ کړي و چې وروسته له دې به په لوبو کې پلي کېږي:

”موږ وغوښتل د دې لپاره چې دا لوبه د افغانستان او نړیوالې اولمپیک کمېټې په معیارونو او اډانه برابره شي نوی قانون مو ورته جوړ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *