د والورډي موقیعت کمزوری شوی، خو باید بارسلونا ورته درناوی ولري

محمود خان منندوی

د بارسلونا پخوانی لوبغاړی انډریس اینیسټا وایي، چې د دې کلب رفتار د خپل روزونکې سره خراب دی او بارسلونا باید هغه ته احترام ولري.

 والورډي په تېرو دوو پرلپسې فصلونو کې د بارسلونا له پاره لالیګا لیګ وګاټه، خو روان فصل کې د بارسلونا کلب د هغه له لوبو نه دي راضي او ویل کېږي چې ډېر ژر به د دې کلب څخه اخراج شي.

اینیسټا چې دا مهال جاپان کې لوبیږي، د اونډا سیرو راډیو سره یي په دې اړه په خبرو کې د والورډي سره د بارسلونا کلب پر رفتار انتقاد وکړ او وې ویل:

((بارسلونا باید خپل اوسني روزونکې ته احترام ولري. اوسني کوم کارونه چې شوي دي، تر ټولو زهیروونکې دي.))

هغه زیاته کړه:

(( د والور‌ډي موقعیت ضعیف شوی دی او په دې کې هیڅ شک نشته. د کلب د رئیس بارټومیو او د مینوالو ترمنځ لا ښې اړیکې شته، خو زه هیله لرم کومي ستونزې چې اوس کلب ور سره مخ شوی دی، حل شي ځکه په دې شرایطو کې د بارسلونا له پاره کار کولو اصلاً نه دی. دا حالت روزونکې، لوبغاړو او مینوالو ته ښه نه دی.))