اشلي یانګ د اینټر میلان کلب سره شخصي توافق ته ورسېد، نور هم شته

محمود خان منندوی

سکای ایټالیا: د منچسټر یونایټیډ دفاعي لوبغاړی اشلي یانګ د اینټر میلان کلب سره شخصي توافق ته رسیدلی دی او اوس د دواړو کلبونو ترمنځ خبرې روانې دي. بل لور ته بیا منچسټر یونایټیډ د سپورټینګ لیسبون د مرکزي پرټګالي لوبغاړي برونو فرنانډز سره وروستي توافق ته ورسېد. هغه به د 51 میلیونه پونډه په بدل کې انګلستان ته ولاړ شي.

 د جاپان د یوکوهامای کلب 52 کلن لوبغاړي کازړیوشي میورا د دې کلب سره یو بل فصل هم قرارداد وغځاوه.

په غوره لیګ کې ښه پیل، د اګویرو د تېرې ورځې دوولسم ریکارډ ماتوونکی هټریک، د غوره لیګ د تاریخ درې سووم هټریک و، چې ووهل شو.

 د بارسلونا د روزونکې په توګه د والورډي کارنامه. هغه د بارسلونا د تاریخ څلورم روزونکی و، چې اخراج شو.

رسمي: د کریسټال سره په لوبه کې د سختې غورځېدنې له امله، ابامیانګ له درې سیالېو محروم شو.

 بیلډ: و ایټالیا ته د ټوډیبو د انتقال پر سر د بارسلونا او اس میلان د اوږد مهاله خبرو سربیره، هغه اوس په جرمني کې دی او په قرضي قرارداد به د شالکې سره د فصل تر پایه یو ځای شي.