سیموني: د ریال ماډریډ پر وړاندې ښه لوبیږو

محمود خان منندوی

سیموني له رسنېو سره په خبرو کې وویل:  د والورډي موقعیت د لوبې تر ټولو مهمه صحنه وه.

له نوموړي وپوښتل شو، ایا ریال ماډریډ ستاسو لوبډله مهار کړه؟

 د لوبې په لومړیو 20 او 25 دقیقو کې مو لوبه ښه را پیل کړه. د لومړۍ نیمایي په اخیرو 15 دقیقو کې ریال ماډریډ ښه شو. په دوهمه نیمایي کې د دواړو کلبونو حالت هر ګړی تغیر کولو. هغوی فُرصتونه درلودل، خو موږ په مختلفو حملو سره د هغه د ګول پر وړاندې ښه وو. د لوبې تر ټولو مهمه صحنه د والورډي مربوطیږي. هغه یو منصفانه تصمیم د خپلې لوبډلې له پاره ونیوه او زموږ د سم ګول مانع شو.

 شاید اټلاټیکو ښه لوبډله وه، خو یوازې ګټوونکی مهم دی. د لیورپول، بایرن میونیک  په څیر د نړۍ د غوره کلبونو د جملې څخه د یوه پر وړاندې ولوبیدو او د دې معنا دا ده، چې باید کوښښ وکړو، تر څو ښه شو.

والورډي:  ډېر خوشحاله یم. سخت جنګېږم او تمرین کوم، تر څو هر څه سم ترسره کړم. کله چې پینالټۍ خلاصي سوې، لږ ګړی ودرېدم او وروسته مي میدان ته ور وځغستل. هغوئ ماته مبارکې راکړه. تاسو ټولو ته باید ووایم، چې زه خوشحاله یم او ډېر ژر به پلار سم.