د ښځو د اسیايی کرکټ اتلولي هند وګټله

تاند- په تایلنډ کې د اسیايي ښځو د کرکټ د شل اووریزو سیالیو اتلولي هند وګټله.

هندي لوبغاړې په پایلوبه کې د پاکستان له لوبډلې سره مخامخ شوې. دا سیالي هندي لوبغاړو په ۱۷ منډو وګټله.

هندي لوبغاړو، چې د پایلوبې پچه ګټلې وه، لومړی په خپله بیټنګ وکړ او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې. پاکستان په خپلو شلو اوورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۰۴ منډې وکړای شوې.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړې د هند اوپینره متهالي راج شوه چې ۷۳ منډې یې وکړې.

اغلې راج د ټول اسیايی کپ غوره لوبغاړې هم وپېژندل شوه ځکه چې دومره منډې په هیڅ سیالۍ کې بلې لوبغاړې نه دي جوړې کړي.

د کرکټ د ښځو په اسیايي سیالیو کې د هند او پاکستان ترڅنګ، د بنګله دېش، نیپال او تایلنډ لوبډلو ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *