د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

ګازټا ویلي، چې ابراهیموویچ به راتلونکی فصل هم اسې میلان کې وي او څلور میلیونه معاش به اخلي.

کریم بنزما د ریال ماډریډ د ۲۰۱۹/۲۰ فصل غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 دا جایزه ماهو ورکوي، بنزما وویل: (( دا جایزه ځکه ډېر ارزښت لري، چي مینوالو ټاکلی یم.))

رسمي: انډري پيرلو د یوونټوس تر ۲۳ کلونو د کم عمره لوبډلې روزونکی وټاکل شو.

 د الکاس د خبر پر اساس، د قطر د الغرافه کلب تصمیم لري، چې په یوه لوړ وړاندیز سره د موناکو ۳۳ کلن مرکزي لوبغاړی سيسک فابریګاس واخلي.

 رسمي: د سعودي عربستان د سرمایه ګذارۍ صندوق د نیو کاسل یونايټيډ تر رانیولو تېر شو.

نایک کمپنۍ د راتلونکي ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره د ټاتنهام لومړی او دوهم لباس معرفي کړ.

 ډيلي میل: ډاویډ سیلوا چې اوس ازاد لوبغاړی دی، د اینټر میامي، والنسیا او یوه قطري کلب څخه وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

بارسلونا د ۲۰۲۰/۲۱ فصل له پاره خپل دوهم لباس معرفي کړ.

 رسمي: د لیورپول مرکزي لوبغاړی کورټیس جونز د انګلستان د غوره لیګ ۱ د ۲۰۱۹/۲۰ فصل د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

ډیبالا خپل د حقوقو یو پر سل برخه د هغه کمپاین سره مرسته وکړه، چي د ” ګډ هدف” په نوم یادیږي.

 ډورټمنډ د ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره خپل درېیم لباس معرفي کړ.