اسټرلیا کې د کرکټ ګرمه میله ده

سید ادریس ولیزاده

له سرېلانکا وروسته د اسیایي کرکټ لوبډلو دوېیمه لوبډله پاکستان هم د اسټرلیا هېواد سیډني ښار ته ورسیده.

د پاکستان او اسټرلیا ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اورېزې او دوه ټیسټ لوبې د نومبر میاشتې په درېیمه نیټه پیل او د ډسمبر میاشتې په درېیمه نیټه پاي ته رسیږي.

خو کوربه اسټرلیا نن د میلمه سرېلانکا سره د درېیو شل اورېزو لوبو لړۍ پیل کړه، چې په لومړۍ لوبه کې یې اسټرلیا د ۱۳۴ منډو په توپیر سره سرېلانکا ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې بریدګر پیلیز توپ وهونکی ډیوډ وارنر سل ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دوی د روانې میاشتې په دیرشمه نیټه د چهارشنبې په ورځ په بریسبین ښار کې دویمه شل اورېزه لوبه ترسره کوي.

له یادو سیالیو وروسته د ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نیټه د اسټرلیا هېواد د بیګ بیش غوره لیګ سیالۍ به پیل شي، چې د بیګ بیش نهم پړاو سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې تر اتمې نیټې پورې به ترسره شي.