د ۱۹ کلنو فوټبال لوبډله عربستان ته ورسېده

شمس امیني

د ۱۹ کلنو فوټبال لوبډله د اسیا د ۲۰۲۰ فوټبال کپ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه عربستان ته رسېدلې. د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن تر غرمې وروسته د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر په بدرګې د عربستان الخبر ښار ته د اسیا د ۲۰۲۰ فوټبال کپ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.
په دغو سیالیو کې ۴۶ اسیايي لوبډلې په ۱۱ ګروپونو کې د نومبر له ۶ تر ۱۰ پورې یو له بل سره لوبېږي او افغانستان په شپږم ګروپ کې له کوربه هېواد عربستان، ازبکستان او هند سره سیالۍ لري.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د ښې لوبېدنې لپاره په کابل کې دوه میاشتي د لوبو تمرین وکړ او دا لوبډله به تر لوبې یوه اوونۍ مخکې په الخبر ښار هم تمریناتي کمپ ترسره کړي.
د افغانستان د لوبو مهالوېش:
افغانستان د عربستان پر وړاندې، د عقرب ۱‍۵، ۸:۳۰ دقیقې
افغانستان د ازبکستان پر وړاندې، د عقرب ۱۷، ۵:۳۰ دقیقې
افغانستان د هند پر وړاندې، د عقرب ۱۹، ۵:۳۰ دقیقې
دا لوبې د الخبر ښار په شهزاده سعود بن جلوي لوبغالي کې ترسره کېږي.