د فوټبال نړۍ

هیګواین نن د لیچي پر وړاندې په لوبي کولو سره په سیر اې کې 200 لوبې پوره کړې او د دې تر څنګ یي د یوونټوس لپاره په ټولو ټورنمنټونو کې 100 لوبې پوره کړې.

پولیسیچ په 21 کاله او 38 ورځو عمر لرلو سره، د چیلسي تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په غوره لیګ کې یي هټریک وواهه.

هغه نن په راسته پښه، چپه پښه او سره سره ګولونه ولګول. د اخیر ځل لپاره په 2010 کې د ویګان پر وړاندې ډروګبا دا ډول هټریک کړی وو.

په ټولو ټورنمنټونو کې د چیلسي اخیري 10 هټریکونه 10 مختلفو لوبغاړو وهلي دي.

په اخیرو دوو فصلونو کې د اینټر میلان دوو قرضي لوبغاړو په پارما کې د دې کلب پر وړاندې په سن سیرو کې ګولونه لګولي دي مارکو او کاراموه.

لوکاکو د سیر اې په لومړیو 9 لوبو کې 6 ګولونه لګولي دي
په اخیره یوه لسیزه کې یوازې ډیګو میلیټو تر ده ښه کارنامه درلوده. ( 7 ګولونه)

کریسټین پولیسیچ د 2018 په جنورې کې تر سرجیو اګویرو وروسته لومړی لوبغاړی شو، چې په غوره لیګ کي یي پرفیکټ هټریک وواهه.