بارسلونا له ریال ماډریډ یوه لوبه زیاته ګټلې، نور هم شته

محمود خان منندوی

د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ تر اوسه ۲۴۳رسمي سیالۍ ترسره شوي دي، چې ۹۶ یې بارسلونا او ۹۵ سیالۍ یې بیا ریال ماډریډ ګټلي دي.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

د لیډز یونایټیډ هسپانوی ګول ساتوونکی کیکو کاسیا د اټلاټیک حمله کوونکي لوبغاړي جاناټان لکو ته د نژاد پرستانه توهین په خاطر د انګلستان د فوټبال اتحادیې له خوا ۸ لوبې محروم او ۶۰زره پونډه جریمه شو. کاسیا ویلي چي ما توهین نه دی کړی!

رسمي:  د لالیګا په ۲۹مه اوونۍ کې د مارچ پر ۲۱مه ریال ماډریډ په سانټیاګو بیرنابیو کې د ماښام پر اووه نیمې بجې د والنسیا پر وړاندې او د مارچ پر ۲۲مه بارسلونا د لیګانیس سره په نیو کمپ کي د شپې پر دولس نیمې بجې لوبیږي.

د وړمې ورځې په سیالۍ کې چې کله ځوان لوبغاړي وینیسیوس ګول وواهه،  تر ګول  وهلو وروسته یې  د کریسټیانو رونالډو د ګول لګولو په څېر خپله خوښي څرګنده کړه.

رسمي: روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

ګاټزټا ‌وایي:  د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

د منچسټر سیټي جرمنی لوبغاړی لیروی ساني چې ۶ میاشتي د ټپي کېدو په خاطر له لوبو څخه لیري و، پرون شپه د دې کلب د ۲۳ کلنو لوبډلې له پاره د ارسنال د ۲۳ کلنو د لوبډلې پر وړاندي ولوبېد.