افغانستان دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۴۱ منډو له ویسټ انډیزه وګټله

تاند(شنبه، د عقرب) د ویست انډیز په وړاندې په درو یو ورځنیو او یوې شل اوره مسابقې کې له ماتې وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې نن د ویست انډیز په وړاندې لومړی بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې، چې د دواړو لوبډلو دوهمه شل اوره سیالي وه، پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي.

که څه هم افغان لوبغاړو ډېرې منډې جوړې نه کړای شوې یعني په ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۷ منډې وکړې خو په باولینګ کې د کریم جنت بې ساري بریا سبب شوه چې افغانستان دا مسابقه وګټي.

کریم جنت نه یوازې دا چې په ۴ اورونو کې صرف ۱۱ منډې ورکړې بلکې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

په باولینګ کې حضرت الله ځاځی د تېرو څو لوبو په شان بیا هم په نسبي ډول ښه وځلېد. ده په ۱۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې. کریم جنت په ۱۸ توپونو ۲۶، نجیب الله ځدراڼ په ۲۴ توپونو ۲۰ او ګلبدین نایب په ۱۸ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره یوازې ډي رامدین تر ۲۰ ډېرې منډې وکړې. ده ۲۴ منډې په ۲۷ توپونو وکړې.

دا بری د افغانستان ټیم ته، چې داسې ښکاري روحیه یې کمزورې شوې وه، کېدای شي بیا روحیه ورکړي خو هماغه راز چې کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله د خپلو خلکو تشویق ته اړتیا لري.

په نړیوال جام کې پر له پسې ماتې د دې سبب شوي چې ډېری افغانان خپله لوبډله تشویق نه کړي او په نتیجه کې یې د لوبغاړو روحیه کمزورې شي.

اوس په شل اوره سیالیو کې دواړه ټیمونه مساوي دي او درېمه مسابقه به د شل اوره سیالیو ګټونکی معلوم کړي.