ویسټ انډيز ته ماتې عادي خبره نه ده

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په لکنهو کې د شنبې په ورځ د ویسټ اینډيز لوبډلې ته په ۴۱ رنزونو ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې لپاره دا بریا خورا مهمه ده. یو خو یې له ویسټ اینډیز څخه یو ورځنۍ لوبې په روانې لړۍ کې یو په بل پسې بایللې دي. د ۲۰ اورو لومړۍ لوبه هم ویسټ اینډیز ګټلې خو دا دوهمه د شل اورونو لوبه د ویسټ اینډیز په څير لوبډلې څخه ګټل دا اهمیت لري چې ویسټ اینډیز یوازینی ټیم دی چې تر اوسه یې د ۲۰ اورونو نړیوال جام دوه ځله ګټلی دی. ویسټ اینډيز په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال دا جام خپل کړ. راتلونکی کال چې د شل اورونو نړیوال جام لوبې کیږي نو ویسټ اینډيز به له نړیوال جام څخه د دفاع لپاره د استرالیا میدانونو ته ځي.

د افغان ټیم یوشمیر مینه والو په وروستیو کې پر ملي لوبډلې نیوکې کولې خو دا یې هیره ده چې پخوا به افغان ټیم له دوهمې درجې لوبډلو سره مسابقې کولې او هغه به یې ګټلې. که افغانانو په انګلستان کې په نړیوال جام کې سر په سر ماتې وخوړلې نو له لومړیو ټیمونو سره مخامخ و او اوس چې له ویسټ اینډيز څخه ماتیږي دا هم د نړۍ یوه پياوړې او د لومړۍ کچې ډله ده.

خو ایا دا عذر د منلو دی چې افغان لوبډله به له پياوړیو ټیمونو څخه ماتې خوري؟

لکه څرنګه چې افغان لوبډلې په تیرې یوې نیمې لسیزې کې له څلورمې درجې ټیمونو لومړۍ درجې ټیمونو ته ارتقا کړې ده نو دلته به نه ایساریږي د لومړۍ درجې ټیمونه یې اوس سیالان دي باید حل لارې ولټوي چې دا لوبډلې ماتې کړي، خو څرنګه؟

لومړی: له هغو ټیمونو سره چې د ټیسټ امتیاز لري لکه ویسټ اینډيز باید لوبې ډيرې کړي خیر دی که یې بایلي.
دوهم: نویو لوبغاړو ته باید پام وشي چې ملي ټیم ته غوره شي.

دریم: مینه والو ته پکار ده چې ډير انتقادونه ونه کړي دوی د فیسبوکونو له لارې هم د لوبغاړو د غواروي په برخه کې قاطع نظر ورکوي او هم میدان ته د لوبغاړو د وتلو په برخه کې خپل نظر سل په سلو کې ورته سم ښکاري چې دا دی د پيل لوبغاړی شي او هاغه دی ډير اورونه وکړي، داسې قاطع دریځونه ښایي د لوبغاړو روحیات کمزوري کړي او هغه مشهوره جمله ده چې کرکټ چې څومره د مټو په زور ګټل کیږي همهغومره یې لوبغاړي په ډاډه زړه ګټلی شي.

څلورم: د هند میدان که څه هم افغانستان ته سپارل شوی دی خو نور هیوادونه چې کله بل ټیم ته په خپله خاوره کې د لوبې بلنه ورکوي پیچونه هغسې چمتو کوي چې نور لوبغاړي هلته ښه نه شي لوبدیلی، مثلا بنګله دیش په وروستیو کې ویسټ اینډيز ته په خپله خاوره کې سخته ماتې ورکړه ځکه چې بنګله دیش پیچونه سپين بالرانو ته چمتو کړی و او د ویسټ اینډیز لوبغاړي هلته ښه نه شوای لوبیدلی، خو په لکنهو کې د لوبو میدان د افغان سپين بالرانو لپاره سازګاره نه دی جوړ شوی هلته نه راشد خان چلیږي او نه هم مجیب او نبي سم باولنګ کولی شي.

پنځم: د افغانستان لپاره له ویسټ اینډيز سره ټیسټ میچ مهم دی. په یوازیني ټسټ میچ کې که چیرته پيچ ورو توپ اچوونکو ته سازګاره وي نو باور لرم چې افغان ټیم به ډير چانس ولري چې ویسټ اینډیز مات کړي که پیچونه فاسټ بالرانو ته تیار شوي وي لکه اوس نو بیا هغه هم افغان لوبغاړي ممکن وبایلي.

شپږم: یوشمیر افغانان دا نظر ورکوي چې هغه لوبغاړي باید په ملي ټیم کې خامخا ولوبیږي چې د کابل په شپږیزه که ښه ځلیدلې دي. په نړۍ کې داسې نه وي مثلا د انګلستان د ملي ټيم په کورنیو لوبو کې یوشمیر لوبغاړي ډير ښه لوبیږي خو په ملي ټیم کې بیا په نورو میدانونو ښه نه شي لوبیدلی ځیني لوبغاړي بیا په نړیوالوه لوبو کې تر تاثیر لاندې راځي او شته کمال ترې هیریږي، ځیني لوبغاړي په شپږیزه کې سل جوړوي خو د لیدونکو هیر وي چې څو کیچه یې لویدلې دي.

اووم: که څه هم کرکټ بورډ نویو لوبغاړو ته تر یوه بریده پام کړی دی خو پکار ده چې د شل اورونو او پنځوس اورونو په ملي ټيمونو کې د ۱۹ کلونو د ټیم لوبغاړي ډير شي او په ټیسټ کې زاړه لوبغاړي زیات ولوبیږي.

اتم: تر دې وروسته که افغان ټيم له هند، استرالیا، انګلستان، جنوبي افریقا او نیوزیلنډ په څير ټیمونو سره مسابقې کوي نو دا تمه مه ترې لرئ چې سریز به ګټي که یې یوه نیمه ګټله هم ورته باید خوشاله شو خو د اوږدې مودې په مخه یعني تر راتلونکو پڼځو کلونو پورې باید د ملي ټیم شته ستونزې چې د لومړۍ کچې له ټیمونو سره سم ولوبیږي، هوارې شي، د هواري یوه لاره هم دا ده چې ځیني لوبغاړي دمه وکړي لکه د شنبې د ورځې په شل اوروه لوبه کې چې تر دمو وروسته جنت ته چانس ورکړل شو او پنځه ویکټې یې واخیستې.