افغانستان پچه وګټله او پخپله بیټنګ کوي

د افغانستان او ویسټ انډیز مسابقه په څو شېبو کې پیلېږي. پچه افغانستان وګټله او بیا هم پرېکړه وکړه چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

دا مسابقه د دواړو ټیمونو لپاره مهمه ده. که افغانستان وګټله د یو ورځینیو مسابقو د لړۍ ګټونکی ګڼل کېږي، خو زیمبابوې وګټله درېمه مسابقه به د دوو لوبډلو ترمنځ د ګټونکي ټیم برخلیک ټاکي.

د کرکټ مبصران وايي چې د افغانستان توپ ویشتونکي یا بټسمنان، په تېره بیا کیپتان باید ښه بیټنګ وکړي، راشد خان هر ځل افغان لوبډله نه شي ژغورلی.

تمه کېږي چې دا ځل کیپتان ښاغلی ستانکزي یو څه وروسته میدان ته راووځي څو د ژر سوځېدو له کبله د لوبډلې نور لوبغاړی تر فشار لاندې را نه شي.

 افغانستان افسر ځاځی جریمه شوی او د ویسټ انډیز اشلي نرس ته خبرداری ورکړی شوی دی. دوی دواړو په لومړۍ مسابقه کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اخلاقي اصولو یا تګلارې سرغړونه کړې ده.

افسر ځاځی به د هغو پیسو، چې په مسابقه کې ورکول کېږي، په سلو کې ۱۵ د جریمې په توګه ادا کوي.

په دې سیالۍ کې دا افغان لوبغاړي لوبېږي:

کیپتان اصغر ستانکزی، نور علي ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، رحمت شاه، حمزه هوتک، ویکټ کیپر افسر ځاځی او جاوید احمدي.

تر مسابقې وړاندې:

 د ویست اندیز کیپتان هولډر وايي که مو پچه ګټلې وای ممکن لومړی مو بیټنګ خوښ کړی وای خو ډېره پروا نه لري ځکه چې په ویکټ کې تغییر نه راځي. موږ باید ښه باولینګ وکړو څو افغانستان پرېنږدو چې زیاتې منډې وکړي.

اصغر ستانکزی: د نن ورځې پیچ بدل شوی دی. وچ ښکاري او په دوهمه پاڼۍ کې د سپین لپاره ښه دی. که ۲۲۰ منډې پکې وشي نو د ۲۶۰ معادل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *