د جاپاني نندارچیانو په زړه پورې هڅه

تاند- په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د جاپان او کولمبیا د مسابقې له پای ته رسېدا وروسته جاپاني نندارچیانو د خلکو او رسنیو پام ځان ته واړاوه.

د جاپان د لوبډلې مینه والو د مسابقې له پای ته رسېدا وروسته پلاستیکې کڅوړې راوایستې او په لوبغالي کې لوېدلي بوتلونه او اضافي شیان یې ټول کړل او لوبغالی یې هماغسې پاک کړ چې تر سیالۍ مخکې و.

د سیالیو په ترڅ کې عموماً له ننارچیانو په لوبغالي کې پلاستیکي بوتلونه، ګیلاسونه او نور شیان لوېږي چې له کبله یې لوبغالی چټلېږي.

په افغانستان کې څه باندې یو کال پخوا د اسلامي حزب غړیو د کابل په غازي لوبغالي کې د حکمتیار له وینا وروسته لوبغالی پاک کړی و. د دوی دا کار د ډېرو خلکو له لوري وستایل شو.

خو د جاپانیانو له لوري دا لومړی ځل نه دی چې لوبغالی پاکوي. دوی تېر ځل هم د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې لوبغالی پاک کړی و.

پرون /سې شنبه – جون۱۹/ د جاپان د فوټبال لوبډلې کولمبیا ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه.