د قوي ذهن او دماغ لپاره یې له خپلو پښو پيل کړئ

ژباړه: صالح محمد هوتک

د قوي ذهن او دماغ لپاره ستاسو حل لاره څه ده؟ کله چې کتاب لولئ پر ذهن مو تمرکز لرئ؟ څه فکر کوئ چې د نورو غړیو په  پیاړوتیا مو ذهن پیاوړی کیږي؟ د بدن د کومې برخې پیاوړتیا مو ذهن قوي کیږي؟ څه فکر کوئ د بدن د نورو اعضاوو په پیاوړتیا مو ذهن او دماغ پیاوړی کیږي؟

د قوي ذهن لپاره سر له ننه پلي (پیاده) تګ ته مخه کړئ، څو مو د پښو عضلات پیاوړي شي، ځکه دغه چاره به ستاسو د ذهن، دماغ او حافظې پر کار کولو نېغ په نېغه اغیزه ولري.

 حیرانیږئ مه!

 کېدای سي تاسو ته به دا ډیره جالبه وي چې دماغ او پښې چې دومره یو له بل څخه لیري دي څه اړیکه به سره ولري؟ مګر داسي نه ده، دماغ او پښې یو له بله نیغي اړیکي لري، او د پېاوړو پښو په درلودلو سره به د پېاوړي دماغ او ذهن خاوندان واوسی.

دا خو روښانه ده چي د عمر په زېاتېدو سره ذهن او دماغ کمزوری کیږي، مګر یو شمېر خلکو د همدې ستونزي لپاره ځیني حل لاري موندلي هغه دا چې دوی کوښښ کوي تر څو د ورزش او تمرینونو په مرسته خپل جسم پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول هغه تمرینونه چې پښې پیاوړي کوي، دا ځکه دغه تمرینونه او ورزش کول مو د عصبي حجرو د ودي او پیاوړتیا تر څنګ د بدن دفاعي سیستم، د ادراک او فهم قوه پیاوړې کوي.

 ( که غواړی چي په راتلونکي کې د قوي ذهن او دماغ خاوندان واوسئ نو د خپلو پښو د پېاوړتیا په لټه کي سئ!)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *