پاکستان په «شپږیزه» کې خپل لوبغاړي له لوبېدو منع کړل

تاند- وروسته له دې چې افغانستان له پاکستان سره دوستانه مسابقې لغوه کړې، پاکستان هم په متقابل اقدام کې خپل لوبغاړي د افغانستان په شپږیزه لیګ کې له لوبېدو منع کړل.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، خپل لوبغاړي به پرېنږدي چې د افغانستان په شپږیزه شل اوره سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کابل د چهارشنبې له تروریستي حملې وروسته، چې تر ۱۰۰ ډېر افغانان پکې شهیدان شول او ۴ سوه نور ژوبل شول، له پاکستان سره د سیالیو په اړه موافقه لغوه اعلان کړه.

د افغانستان ملی امنیت وايي چې دا برید د حقاني شبکې د آی ایس آی په مرسته کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان د اقدام په ځواب کې له خپلو هغو لوبغاړو، چې د افغانستان د شپږیزې سیالیو ته اخیستل شوي وو، وغوښتل چې د مسابقو لپاره افغانستان ته لاړ نه شي.

د پاکستان بابر اعظم، عمر اکمل او کامران اکمل د افغانستان د شپږیزې د شل اوره سیالیو لپاره اخیستل شوي وو.

د پاکستان کرکټ بورډ وویل«هیڅ پاکستانی لوبغاړی یا مقام په دغه لیګ کې ګډون کولی نه شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *