انګلیستان په ۸ ویکټونو بنګله دېش مات کړ

تاند- د کرکټ د اتلولۍ جام (چمپینز ټرافي) په لومړۍ مسابقه کې، چې نن /پنجشنبه/ د انګلیستان او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ په لندن کې وشوه، انګلیستان خپل سیال ټیم ته په ۸ ویکټونو او ۱۶ توپونو ماتې ورکړه.

پچه انګلیسي لوبغاړو وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی بنګالي لوبغاړي بیتنګ وکړي.

بنګله دېش د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۵۰ اوورونو کې ۴۰۵ منډې جوړې کړې.

انګلیسي لوبغاړو، په داسي حال کې چې یوازې یې ۲ لوبغاړی سوځېدلي ول، دا هدف په ۴۷ اوور کې پوره کړ.

 جو روټ د انګلیستان لپاره ۱۳۳ منډې او مارګن ۷۵ منډې وکړې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *