د وینسي سوداګریز کرکټ لیګ نن یکشنبه پای ته رسیږي

په امریکا کې وینسي لس اوریز کرکټ لیګ د یکشنبې په ورځ د مې په ۳۱ مه نېټه پای ته رسېږي او بریالۍ لوبډله به د اتلولۍ جام واخلي.

د ویسټ انډیز په ګاونډ کې د وینسي په نامه لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ د مې په ۲۲ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی دی او د مې په ۳۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

دې لیګ کې ۲۱ مه لوبه د لا سوفریئر او بوټانېک لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

یاد کرکټ لیګ کې ټولې ۳۰ لوبې شاملې وې، چې ۲۱ مه لوبه یې د شنبې په شپه ناوخته ترسره کېږي.

په وېنسي کرکټ لیګ کې ټول د ویسټ انډیز او د سېنټ وینسي سیمې لوبغاړي ګډونوال دي.

دا درېیم لس اوریز سوداګریز لیګ دی، چې نړۍ کې ترسره کېږي.

۲۰۱۷ م کال کې د عربي متحده اماراتو لس اوریز کرکټ لیګ جوړ شو، ۲۰۲۰ م کال کې د تایوان مرکز تایپي ښار کې لس اوریز کرکټ لیګ ترسره شو او اوس سېنټ وینسي کې لس اوریز کرکټ لیګ د پای ته رسېدو په حال کې دی.