د کوېنټن ډیکاک په زړه پورې توپوهنې جنوبي افریقا ګټونکې کړه

 د سویلي افریقا په کوربتوب له اسټرالیا سره دویمه شل اوریزه کرکټ په ۱۲ منډو سویلي افریقا وګټله او اسټرالیا ته یې ماته ورکړه، له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه اسټرالیا په ۱۰۷ منډو ګټلې وه.

 د اسټرالیا کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی، لومړۍ لوبه شل اوریزه کرکټ لوبه اسټرالیا په ۱۰۷ منډو وګټله او دویمه لوبه د یکشنبې په ماښام سویلي افریقا په ۱۲ منډو وګټله.

 سویلي افریقا کرکټ لوبډلې دویمه لوبه کې د کوېنټن ډیکوک د ۷۰ منډو په مرسته ۱۵۸ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې ۱۵۹ منډې هدف ورکړ.

 اسټرالیا په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ډېوېډ وارنر د ۶۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۴۶ منډې وکړې او لوبه ترې سویلي افریقا په ۱۲ منډو وګټله.

 د لوبې غوره لوبغاړی کوېنټن ډیکاک وپېژندل شو.

 دواړه لوبډلې درېیمه او د لوبلړۍ برخلیک ټاکونکې لوبه د فبروري په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره کوي او هره لوبډله چې لوبه وګټي، همغه لوبډله د شل اوریزې لوبلړۍ ګټونکې بلل کېږي.