نن دوشنبه د کریکټ تر ټولو ستر لوبغالي پرانېسته کیږي

اکبر علي سمون

ټاکل شوی چې دوشنبه د هندوستان پر خاوره د کرکټ له نړۍ د تر ټولو ستر لوبغالي پرانېسته وشي.

دغه لوبغالی چې د هندوستان په احمداباد ایالت کې جوړ شو موټیره نومیږی او د نړی تر ټولو ستر لوبغالی به وي چې یو لک لس زره کسان به ځایوي.

 یاد لوبغالی به نن د هند صدراعظم نریندرا مودي او د امریکا ولسمشر ډونلډترمپ لخوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شي.

 له دې وړاندې د نړی تر ټولو د زیاتو ننداره کوونکو ځای درلودو لوبغالی د اسټرالیا د ملبرون کریکټ لوبغالی و چې ۱۰۰۰۲۴ کسانو ځایدو ظرفیت لري.

 هندوستان د کریکټ په نړی کې تر نورو زیات ۵۲ د کریکټ لوبغالي لري