په شپږیزه کرکټ غوره لیګ کې بست ساتونکي لوبډله له سیالیو بهر شوه

د شپږیزې لیګ پنځلسمې لوبې کې د بند امیر ښامارانو د بست ساتونکو په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې د بند امیر ښامارانو د پیاوړې هر اړخیزې لوبې پایله کې د بست ساتونکو ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه د بند امیر ښامارانو وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

بند امیر ښامارانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د جاوېد احمدي سلیزې په مرسته ۱۹۳ منډې جوړې کړې. د بند امیر ښامارانو لپاره جاوېد احمدي په یوازې ۶۳ توپونو د یولسو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۱۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او بریالی توپ وهنه وکړه. د بست ساتونکو لپاره نصرت الله ۲ او ضیاءالرحمن او ګلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بست لوبډلې کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۲٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۴ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لپاره قیس احمد په ۱۹ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

د بند امیر ښامارانو لپاره نجات مسعود تر ټولو بریالی توپ اچونه وکړه او پنځه وېکېټې يي واخیستې. مجیب الرحمن ۲ او راشد خان یوه وېکېټه واخیسته.