شپږیزه: په اوومه سیالۍ کې د بند آمیر ښامارانو امو نهنګان له ماتې سره مخ کړل، سبا سهار بست ساتونکي د سپین غر زمریانو خلاف لوبیږي

د اووم پړاو شپږیزه کرکټ سوداګریز لیګ په دوام کې نن چهارشنبه دوې سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ یوه یې سهار او دوهمه یوه یې ماسپښين پیل شوه.

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په شپږمه لوبه کې د نوید احمدزي امو نهنګانو ته په ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو په پرله پسې ډول دویمه بریا هم خپله کړه چې په نننۍ لوبه کې یې سیال لوری د اوو ویکټو په توپیر مات کړ.

په ماسپښین کې بیا د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو او اکټو سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیال لوری د ۵۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ پچه وګټله چې لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو د لوبډلمشر کریم صادق پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عینک اتلانو لپاره د لوبې په پیل کې بهارعلي شینواري او محمد شهزاد ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه چې تر ډېره د دوی د منډو ملګرتیا د اتلانو لپاره د ستر هدف لامل شوه چې د یادې لوبډلې لوبغاړو د څلور ویکټو په سوځېدو، د۲۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۲۱ منډې ترلاسه کړې.

ورپسې د اکټو سپین غر زمریانو لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې لوبډلمشر کریم صادق ۳۳ ډېرې، فضل ځاځي ۲۳، رحمت الله او قیس احمد هر یوه ۱۹ منډې ترلاسه کړې، خو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو هدف یې ترلاسه نه شو کړلی.

په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته عبدالله مزاري څلور، لوبډلمشر شاپور ځدراڼ درې، نور احمد دوه او محمد الله همکار یوه ویکټ ترلاسه چې په دې سره د اکټو سپین غر زمریانو په ۱۸،۳ اورونو کې د ۱۶۳ منډو ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړای شو.

د یادولو ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د ډېوه ګروپ بست ساتونکي د اکټو سپین غر زمریانو او ماسپښین ۱:۳۰ بجه به د ایوبي کابل بازان د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې سره مخ شي.