په سي پي ایل کې نن د محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ظاهر خان لوبډله د ګینا امازون لوبډلې خلاف نیمه پایلوبه کوي

د کرابین لیګ دوهمه نیمه پای لوبه به نن/چهارشنبه چې د سيپټمبر میاشتې له  ۹مې نېټې سره سمون خوري، د پلازمېنې کابل پر وخت د شپې په دوه بجې ترسره شي.
په دې دوهمه نیمه پایلوبه کې به د سیټ لوشیا زوکس لوبډله د ګینا امازون سره خپل بخت و ازمایي.
د لوشیا زوکس لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي محمد نبي، نجیب الله ځدران، او ظاهر خان پکتین شامل دي.
بل پلو بیا د امازون لوبډلې سره بل افغان لوبغاړی نوین الحق شتون لري. که په امازون او لوشیا زوکس لوبډله کې هره لوبډله که بریا ترلاسه کوي نو مستقیماً به د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې سره پایلوبه کې به مخامخ کېږي.
په یاد لیګ ترټولو بهترینه لوبغاړی د توپ اچوونې په برخه کې بیا افغان مجیب الرحمن دی، نوموړي په ۱۱ لوبو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړي دي.
د توپ وهنې په برخه کې بیا ګلین فیلف ترټولو مخکښ لوبغاړی دی چې نوموړي تر دې دمه په کرابین لیګ سیالیو کې ترټولو زیاتې ۳۱۶ منډې جوړې کړې دي.

یاده دې وي چې د دې سیالیو لومړۍ پایلوبه وړمه شپه د جمېکا ټلاواس او ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په یاده سیالۍ کې ټاس ټرینباګو لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې بلنه جمېکا لوبډلې ته ورکړه.
د مجیب الرحمن په شتون کې جمېکا لوبډلې په ټاکل شوي شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې په اسانۍ سره ورکړل شوی هدف پوره کړ. ترینباګو نایټ رایډرز لوبډلې تراوسه ۱۱ سیالۍ په کرابین لیګ کې ترسره کړې چې هیڅ کومه لوبه یې لا تراوسه پورې نده بایللې، دې لوبډلې وکولای شول چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سي پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړي.