سي پي ایل: له تر ټولو کم هدف دفاع وشوه؛ سیټ لوشیا زوکس لوبډلې له ۹۲ منډو دفاع وکړه

ولید ( خپلواک )

د ویسټ انډيز په سوداګریزو سیالیو کې ۱۹ لوبه د سيټ لوشیا زوکس او بربادوس ټریډنس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په یاده سیالۍ کې ټاس بربادوس لوبډلې وګټه او لومړې توپ اچونه انتخاب کړه.

لوشیا زوکس لوبډلې ټاکل شوۍ شل اورونه ونشو لوبولای او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۸ اوور کې په ۹۲ منډو کې له لاسه ورکړه.

د زوکس لوبډلې لپاره افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران تر نورو زیاتې ۲۲ منډې جوړې کړې.

بربادوس ټریډنس، لوبډله د یاد هدف په تعقیب کې پاتې راغله، دوی ټاکل شوي شل اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل؛ خو ویې نشو کولای چې د ۹۲ منډو اسانه هدف پوره کړي.

د بربادوس ټریډنس لوبډلې لپاره افغان لوبغاړي راشد خان بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه اود توپ وهنې په برخه کې یې پرته له کومې منډې خپله ویکټ ګلین ته وبایلله.

همدا شان بیا د لوشیا زوکس لوبډلې لپاره محمد نبي په څلورو اورنو کې ۱۸ منډې ورکړي او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه، خو په توپوهنه کې یوازې دوه منډې جوړې کړې.

یاده دې وي چې د ویسټ انډيز په کرابین لیګ کې دا تر ټولو د روان کال کم ټارګېټ و چې بیرته تري په بهترینه توګه دفاع وشوه.