د انګلنډ جوني ډیویس په موټرسایکل ځغلولو کې نړیوال ریکارډ ثبت کړ

ولید ( خپلواک )

د انګستان د جوني ډيوس په نوم يوه اوسيدونکي په يوه ټاير او زیات سرعت سره د موټر سايکل په ځغلولو سره نړيوال ريکارډ ثبت کړ.
د انګلستان هېواد دې خطر منونکي شخص په يوه ساعت کې ۱۰۹عشاريه ۲ ميله لاره په موټر سايکل ځغلولو سره داسې طی کړه، چې دواړه پښې يې د موټرسايکل په ښکرونو ايښې وي او موتر سايکل يې په يو ټاير ځغلول هسې خو په نړۍ کې د خلکو کمښت نشته، خو د ګوتو په شمار به بيا داسې کسان وي، چې په خپل ځان لوړ خطر ومنې، نو ډيوس هم يو له هغو دی.
ډيوس له ماشومتوبه خطرناکه تمرينونه کول. نوموړي رسنيو ته ويلي:

(( دا ريکارډ يې هم څه ساده او له ويرې خالي نه و، د نوموړي په خبره داسې خطرناک کارونه تر سره کول په دې مانا دي، چې موږ لا وار دمخه په خپل ځان مرګ ومنو.))

ډيوس د انګلستان د ډارحم ښار اوسيدونکی دی او په زيات سرعت سره د موټر سايکل په ځغلولو سره يې د ګينس په نوم د ريکارډونو د نړيوال کتای ريکارډ مات کړ او په خپل نوم يې نوی ريکارډ جوړ کړ
ډيوس وايي:

(( دا ريکارډ څه فلمي صحنه نه ده، د هغه په وينا د دې ريکارډ لپاره يې بې شميره د موټر سايکل غورځول په ځان ومنل او په اخير کې يې بريا خپله کړه.))
ډيوس له يوه خبرې اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي:

(( د انټرنېټ په مرسته يې د موټرسايکل ځغلولو ډيری پخواني ريکارډونه وليدل، وروسته يې تصميم ونيوه، چې له نورو بېل او متفاوت کار وکړي.))
د انګلستان ډيريو اوسيدونکي د ډیوس دا کار ستايلی او هغه يې يو زړور شخص بللی دی.