د سږ شپږیزه کرکټ لیګ کې ډېر پانګه وال او شرکتونه پانګه اچوونه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا سیالۍ به د سپتمبر په شپږمه نېټه پیلیږي او د همدې مېاشتې په لسمه نېټه به ختمیږي.  په دغو سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په ګډون د ۱۹ کلنو، الف لوبډلې او نورو داخلي لوبډلو لسګونه لوبغاړي لوبیږي.

په لیګ کې شپږ لوبډلې دي: سپین غر پړانګان، کابل بازان، مس عینک اتلان، امو نهنګان، بند امیر ښاماران او بوست ساتونکي.  شپږیزه د ۲۰ اورونو سیالۍ دي چې د افغانستان د داخلي کرکټ یو معتبر لیګ بلل کیږي او د کرکټ د نړیوالې شورا سره هم رسمي ده.

دا لیګ هر کال یو ځل کیږي چې هدف یې د افغانستان د داخلي کرکټ وده او له دې لارې ملي لوبډلو ته د نویو استعدادونو موندل او پیدا کول ښودل کیږي.

پر دې سربېره په دغه لیګ کې لوبډلې او لوبغاړي هم اخیستل کیږي او لوبغاړو ته د لوبو په سر حق الزحمه ورکول کیږي چې د هغوی لپاره د عاید یوه سرچینه هم بلل کیږي. په شپږیزه لیګ کې تر ډېره کورني شرکتونه او پانګوال سرمایه ګزاري کوي. په تېرو لیګونو کې د پاکستان، سریلانکا، زمبابوې او ځینو نورو هېوادونو لوبغاړو هم لوبې کړې وې.

د دغه لیګ ټولې سیالۍ به د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې کیږي خو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به میدان ته نندارچیان نه پرېښودل کیږي.

دا لوبه د افغانستان ملي تلویزون ژوندۍ خپروي.