مورګن بهترینه اننګز ترسره کړ؛ انګلنډۍ لوبډله یې بریالۍ کړه؛ پاکستان له ماتو سره مخ دی

ولید ( خپلواک )

د انګلستان او پاکستان ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه. په یاده سیالۍ کې ټاس کوربه انګلستانۍ لوبډلې وګاټه او لومړۍ یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ټول شل اورونه ولوبول او ۱۹۶ منډې پکې ترلاسه کړې، د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې محمد حفیظ او لوبډلمشر بابراغظم نېمه سلېزې جوړې کړې، خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف کوربه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځو ویکټو په تاوان پوره کړ. د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ایون مورګن او ډیویډ ملن ګټونکې ملګرتیا ترسره کړه.

ایون مورګڼ په ۳۳ بالونو د ۶ څلوریزو او څلورو سترو شپږیزو پرمټ ۶۶ منډې وکړې چې لوبډله یې له سخت حالت څخه د بریا لور یوړه. همداشان ډیویډ ملن بیا د پیل څخه ترپایه پاکستاني توپ اچوونکي تعقیب کړل، نوموړي د یوې شپږیزې او شپږ څلوریزو پرمټ نېمه سلیزه جوړه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اورښت له امله بي پایلې پاې ته رسیدلې وه، خو په دوهمه شل اوریزه لوبه کې بیا انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وشو کولای چې د ۱۹۶ منډو هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه شل اوریزه لوبه د سيپټمبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.