ایون مورګن د انګلنډ نامتو کرکټر؛ له لوبغاړي تر لوبډلمشرۍ

ايون جوزف مورګن د ۱۹۸٦ زېږديز کال د سيپتمبر په لسمه د ايرلنډ په مرکز دوبلين کې پېدا شوی.  هغه چې په کيڼ لاس توپ وهنه کوي په لومړيو کې د ايرلنډ لپاره لوبېده.

نوموړي په ۲۰۰٦ زېږديز کال کې د سکاټلنډ خلاف په لوبېدونکې خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ۹۹ منډې وکړې. هغه د ايرلنډ لپاره په ۲۳ لوبو کې په ۳۵،۴۲ اوريج ۷۴۴ منډې وکړې.

ايون مورګن له ايرلنډ سره له مخه ښې وروسته انګلستان ته لاړ او په ۲۰۰۹ زيږديز کال کې يې انګلنډ لپاره د ويسټ انډيز خلاف لومړۍ نړيواله لوبه وکړه.

۲۰۱۵ زېږديز کال ته نږدې د کپتانۍ نه د السټرکوک د ګوښه کولو وروسته د انګلنډ لوبډلې کپتاني مورګن ته وسپارل شوه. که څه هم په لومړيو کې د مورګن کپتاني خوندوره نه وه خو کرار کرار يې کپتاني ښه شوه، په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې ايون مورګن د افغانستان خلاف خورا ښکلې لوبه وکړه هغه په ۷۱ توپونو ۱۴۸ منډې وکړې او ۱۷ شپږيزې يې ووهلې چې نړيوال ريکارډ شمېرل کېږي.

مورګن د خورا ښکلي لوبډلې په لرلو او بهترينې کپتانۍ انګلنډ ته د ۲۰۱۹ نړيوال جام وګټه او د پنځوس اوريز نړيوال جام د ګټلو ۴۰ کلن انتظار ته يې د پای ټکی کېښود.

ايون مورګن لا هم د انګلنډ په لوبډله کې لوبېږي او په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې د يادې لوبډلې کپتاني پر غاړه لري.