هالنډ ملي لوبډلې خپل نوی لباس معرفي کړ، نور هم شته
محمود خان منندوی
هالند ملي لوبدلې دا ځل سیالیو ته د بشپړ چمتو والي تر څنګ د خپل نوي لباس ننداره هم مینه والو ته وړاندې کړې ده. اینټر میلان د ویډال سره په دوه کلن قرارداد د شپږ میلیونه معاش سره توافق ته ورسېد او اوس باید دا کلب د بارسلونا سره توافق ته ورسېږي.
د کاټلونیا راډیو د ارسنال او بارسلونا ترمنځ د کوټینیو د قرضي انتقال پر سر د خبرو خبر ورکړ. د کوټینیو معاش به دواړه کلبونه په مساوي توګه ورکوي.
رسمي: د لیل ۲۱ کلن حمله کوونکی لوبغاړی ویکټور اوسیمن په پنځه کلن قرارداد د ۵۰ میلیونه یورو + انعام سره د ناپولي سره یو ځای شو.
د فابریټزیو رومانو د اعلان پر اساس، د منچسټر سيټي او والنسیا کلبونه د فران ټوریس پر سر د ۲۷ میلیونه یورو په بدل کې وروستي توافق ته رسيدلي دي.
ډیلي میل: ویسټهام یونایټیډ د منچسټر سیټي د دفاعي لوبغاړي جان سټونز د رانیولو په برخه کې تر ارسنال مخته شو. سیټي د هغه لپاره ۲۰ میلیونه پونډه غواړي.
ګول سایټ: په نقل او انتقالاتو کي د منچسټر سیټي دفاعي لوبغاړی اریک ګارسیا د بارسلونا لومړی هدف ګرځېدلی دی. ګوارډیولا کوښښ کوي چې دغه لوبغاړی په سیټي کې د اوږد مهال لپاره پر پاتې کېدو راضي کړي.
رسمي: فرانسوي دفاعي لوبغاړي اوپامکانو د لیپیزیګ کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۳ زیږدیز کال پورې وغځاوه.
رسمي: یوفا تائید کړه، چې د بارسلونا – ناپولي لوبه به په نیو کمپ کې ترسره شي.
د اینټر میلان او ټاتنهام ترمنځ د ټانګو انډومبیلي د انتقال پر سر خبرې پیل شوي او په دې معامله کې د اشکرینیار یا پریشیچ د تبادلې امکان هم شته.
د لیل دفاعي لوبغاړی ګابریل مالاګائس په پنځه کلن قرارداد او د ۲۷ میلیونه یورو په بدل کې له ارسنال سره یو ځای شو.
سکای ایټالیا: بایرن میونیک د پریشیچ د قرارداد د دایمي کولو لپاره اینټر میلان ته د ۱۲ میلیونه یورو وړاندیز کړی دی.