د فوټبال له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

د کاټلونیا راډیو د ارسنال او بارسلونا ترمنځ د کوټینیو د قرضي انتقال پر سر د خبرو خبر ورکړ. د کوټینیو معاش به دواړه کلبونه په مساوي توګه ورکوي.

 رسمي: د لیل ۲۱ کلن حمله کوونکی لوبغاړی ویکټور اوسیمن په پنځه کلن قرارداد د ۵۰ میلیونه یورو + انعام سره د ناپولي سره یو ځای شو.

د فابریټزیو رومانو د اعلان پر اساس، د منچسټر سيټي او والنسیا کلبونه د فران ټوریس پر سر د ۲۷ میلیونه یورو په بدل کې وروستي توافق ته رسيدلي دي.

ډیلي میل: ویسټهام یونایټیډ د منچسټر سیټي د دفاعي لوبغاړي جان سټونز د رانیولو په برخه کې تر ارسنال مخته شو. سیټي د هغه لپاره ۲۰ میلیونه پونډه غواړي.

 ګول سایټ: په نقل او انتقالاتو کي د منچسټر سیټي دفاعي لوبغاړی اریک ګارسیا د بارسلونا لومړی هدف ګرځېدلی دی. ګوارډیولا کوښښ کوي چې دغه لوبغاړی په سیټي کې د اوږد مهال لپاره پر پاتې کېدو راضي کړي.

رسمي: فرانسوي دفاعي لوبغاړي اوپامکانو د لیپیزیګ کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۳ زیږدیز کال پورې وغځاوه.

 رسمي: یوفا تائید کړه، چې د بارسلونا – ناپولي لوبه به په نیو کمپ کې ترسره شي.

 د اینټر میلان او ټاتنهام ترمنځ د ټانګو انډومبیلي د انتقال پر سر خبرې پیل شوي او په دې معامله کې د اشکرینیار یا پریشیچ د تبادلې امکان هم شته.