اماراتو ته د افغان ۱۹ کلنو ماتې
خبریال: فضل الرحیم رحیمي
افغان نولس کلنې لوبډلې د۱۹ اسیایی جام لوبوکې اماراتو ته په (۱۳۴) منډوماته ورکړه.
دغه لوبه د باران له امله د پنځوسواورونوڅخه شل اورونوته راټیټه شوي وه.
د لوبې پچه اماراتو لوبډلې وګټه او لومړی یی دتوپ اچونې پریکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلي شلو اورونوکې د دریو لوبغاو په تاوان (۲۲۴) منډې جوکړي.
په توپ وهنه کې درویش رسولي دامارتو پر توپ اچونکو هیڅ رحم ونکړ او طوفاني انګزوروسته په (۳۸) توپونو یی (۱۰۵) منډې وکړي او نا سوځیدلی پاتی شو.
دنوموړي په بیټنګ کې لس شپږیزې او اووه څلوریزې شامل و،او۲۷۶،۳۲ سټرایک ریټ په درلودو میدان څخه ناټ اوټ ووت.
په خوابي لوبوکې امارتو توپ وهونکود افغان بالرانوپروړاندي هیڅ مقاومت ونکړاو ټوله لوبډله یی
داماراتو له لوری په توپ وهنه کې کریشنا ترټولوزیاتې (۳۶) منډې جوړکړي.
افغان لوبډلې لخوپه توپ اچونه کې نوین ۲،وفادار ۲، طارق ستانکزی ۲،لوبغاړي وسوځول.
د دي لوبې په ګټلو سره افغانستان وکولای شول چې د څلورو نمرو په لرلونیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي.