هغوی هوډ درلود | عزيز پردېس

ورزش هغه کليمه ده په اورېدو سره يې ډېری خلک د سولې، ورورګلوۍ او مينې احساس کوي.
 ورزش جغرافيوي پولې نه پېژني اوډېری وخت داسې شوي چې دوه سرسخته او مخالف هېوادونه هم د همدې ورزش په بهانه سره راټول شوي دي، په يوه ميدان کې لوبېدلي او خپل احساسات يې سره شريک کړي دي. له نېکمرغه افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ورزش په برخه کې يې مينوال ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او د مينوالو همدا مينه، ولوله او جذبه ده چې نن د افغانستان نوم تر بل هر هېواد ډېر په بهرنيو رسنيو کې اخېستل کېږي.
هو! ورزش مينه ده، جذبه ده، احساسات دي، ولوله او هېوادنۍ مينه ده.
د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې نسبت هر برخې ته ورزش ته ډېر کار شوی او دغه کاروان په چټکۍ سره خپل يون ته دوام ورکوي.
د انتقالي حکومت په پيلېدا سره سم د نور برخو او اړتياو ترڅنګ ورزش هم خپل ريښې په افغانستان کې وځغلولې او په دې برخه کې د ځينو مخلصو کسانو، بنسټونو او ادارو له لوري خپلې هڅې ګړندۍ کړې، نوي نوي استعدادونه راوغوړېدل، د کرکټ، فټبال او نورو ورزشي لوبو د ودې لپاره پروګرامونه په لار واچول شول او په نشتو امکاناتو دا لړۍ همداسې جاري وساتل شوه.
 چې په کوم کار کې اخلاص او ولوله وي هلته هېڅ ستونزه په دې نشي بريالۍ کېدای چې هغه روان يون ټکنی او مات کړي.
د هجرت په کلونو کې هر مهاجر او مقيم افغان دا هيله درلوده چې افغانستان دې د کرکټ، فوټبال … ملي لوبډلې ولري، کله به چې نړيوالې سيالۍ ترسره کېدې نو په ورزش مئينو افغانانو به هغه لوبې کتلې او خپله مينه به یې پر خړوبوله، خو د مايوسۍ خبره دا وه چې هغه وخت د افغانستان په نامه هېڅ کومه ورزشي لوبډله نه وه او کله به چې په نړيوالو رسنيو کې د افغانستان نوم اخېستل کېده نو د ليدونکو او اورېدونکو په اذهانو کې به د افغانستان د جګړې او وحشت کرغېړن انځورونه مجسم کېدل.
په هماغه سختو شرايطو او د مهاجرت په شپو او ورځو کې ځيني ځانګړي مخلص کسان و چې د ورزش په برخه کې به يې کار کوه، د پرديو کچه او بدرنګو ميدانونو کې به يې لوبې کولې او هغوی دې ته هيله من و چې داسې يوه ورځ راتلونکې ده چې دا تورې تيارې د سهار په سپينو سپېدو تبديلې شي، داسې يو وخت به هم راشي چې افغانستان به خپلواکې ملي لوبډلې ولري.
هو! هغوی هوډ درلود، هغوی د ماتې په نامه اصلا څه نه پېژندل، هغوی خولې تويولې او هغوی هر ډول ستونزې او ربړې په ځانونو منلې خو ناهيلي نه و.
د کچه ګړۍ د خاورينو ميدانو څخه نيولې تر نړيوالو معياري ميدانونو پورې ستونزمن مزل و، ربړوونکی مزل و، خو ناهيلی کوونکی نه و.
دا دی اوس، د لوی رب په مرحمت سره افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ ورزش هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
افغانستان اوس د کرکټ، فوټبال او نورو ورزشي لوبو لپاره ملي لوبډلې لري.
د افغانستان د کرکټ، فوټبال او نورو ورزشي لوبو لپاره اوس ځانګړې ادارې جوړې شوي چې په همدې برخه کې کار کوي او يادې لوبې په مادي او معنوي برخو کې حمايه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *