شعیب اختر: اسیا جام هند په لوی لاس وځنډاوه، دا یې زیاتی وکړ

 پاکستانی پخوانی لوبغاړی شعيب اختر وايي: په اوسنو حالاتو کې اسيا او نړیوال شل اوریز جام دواړه ترسره کېدی شو، خو د هند له لاسه وځنډېدل.

 هغه وايي: هند د یو تجارتي ليګ لپاره سترې نړیوالې سیالۍ لغوه کړې، د خپګان خبره ده.

 هغه زیاتوي: هند چې په کرکټ کې هر څه کوي، خپله خوښه يې ده، څوک ترې پوښتنه نه شي کولی

 هند پلان لري چې د ای پي ايل سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر او نومبر مياشتو کې ترسره کړي.

د شل اوریزو سیالېو نړېوال جام د افغانستان په ګډون د ګڼو نورو غوره لوبډلو تر منځ ترسره کېد، د دې جام په کوربتوب کې پاکستان او هند څو ځلې په خپلو منځونو کې لفظي جنجالونه هم وکړل، خو کورونا وایروس دا جام وځڼډاوه.

شعیب اختر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی کرکټر دی چې ډېری وخت یې په لوبډله کې چټکه توپ اچونه کوله.

شعیب اختر ۴۴ کلن دی او د ویکټ اخیستو پر مهال به یې پر مېدان د نندارچیانو لپاره ځانګړی سټایل در لود او ټول لوبغالی به یې په شور او غوغا راوست.