د متحده عربي امارتو د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړي پاکستان ته را وتښتېد
عزیز الله عزیزي
وروسته له هغې چې د اماراتو کریکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د ای سي سي لخوا د فساد او درغليو له تورونو سره مخ شول. د اماراتو کریکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکي بیټسمین غلام شبير هم په ځان کې شکمن شو او له ويرې خپل هیواد پاکستان ته په منډه بریالی شو.
لدې وړاندې د اماراتو کریکټ ملي لوبډلې پاکستاني الاصله درې اماراتي لوبغاړي د کریکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څیړونکي ډلې لخوا په درغليو تورن شول،چې وروسته د اماراتو کریکټ بورډ لخوا موقتي کریکټ بندیز سره مخ شول.
د فساد ضد څيړوونکي ډلې لخوا په اماراتي لوبغاړو تور دی، چې د روان کوالیفای سيالیو کې يې د درغلۍ او دسيسې پلان جوړ کړئ وو او همداشان یادو لوبغاړو د فساد ضد کميټې ته په پلټنو او پوښتنو کې پاتي راغلي دي. دوی ته د يادې فساد څیړوونکي ډلې لخوا څوارلس ورځې وخت هم ورکړل شوی چې د خپلو تورونو سپیناوی ورکړي.
درې اماراتي لوبغاړي محمد نويد،قدیم احمد او شيمان انور لا وړاندې د ای سي سي فساد ضد ډلې لخوا د درغلیو له تورنو سره مخ و. ياد ليست ته څلورم اماراتي لوبغاړی اشفاق احمد هم ور اضافه شو، په نوموړي هم د فساد تور لګیدلی او اماراتو کریکټ بورډ نوموړی د موقت وخت پورې له بندیز سره مخ کړ.
د ای سي سي د فساد څيړوونکي ډلې لخوا ددغو لوبغاړو د تورن کيدو وروسته د اماراتو لوبډلې اوپنر لوبغاړي غلام شبير ته هم په زړه کې شک پيدا شو. نوموړي هم ددې لپاره چې د ای سي سي درغلي ضد څانګې لخوا پخپل رادر کې رانشي. اماراتو هيواد څخه پاکستان ته پښې سپکې کړې. اماراتو کریکټ ملي لوبډلې منیجر پېټر کېلي ويلي چې د تيرې ورځې د غرمې د یوولس بجو راهیسې په غلام شبیر پسې روغتونه، کور، او نور ځایونه لټوي،خو درک یې نشته. نوموړي وویل: « تيره ورځ مونږ په يوولس بجو د ټيم ناسته درلوده هغه پکې نه و. کله ماسپيښين مهال لوبډله د هانګ کانګ سيالۍ ته روانه شوه، په موټر کې نه و.»
« مونږ سره د هغه صحت او وضعيت په اړه اندیښنه پيدا شوه.مونږ ويل چې کور کې به وي، د هغه کور ته مو کسان ور ولیږل.تلیفونونه مو وکړل او د هغه له خپلوانو سره په اړيکه کې شوو.مونږ سره يوازې د هغه د صحت غم و. خو وروسته خبر شوو چې هغه له هیواده وتلی دی.» پېټر کيلي زیاته کړه، چې نوموړی خو د ای سي سي فساد ضد څانګې لخوا تر څيړنو لاندې هم نه و، نوموړي خو باید د تللو په اړه مونږ ته خبر راکړئ وی. مونږ یوازې د هغه صحت ته په انديښنه کې و.
د يادونې وړ ده چې د تيرې يوې اوونۍ راهیسې د اماراتو کریکټ ملي لوبډلې څلور پاکستاني الاصله لوبغاړي د درغلۍ او فساد په تور د کریکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کميټې لخوا تر رادر لاندې راغلي دي. اماراتو کریکټ ملي لوبډله هغه لوبډله ده چې تر ډيره پکې بهرني خصوصا پاکستاني لوبغاړي شتون لري. ياده لوبډله اوسمهال پخپل کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام ته د لار موندنې په غوراوي پړاو سيالیو کې په لوبو مصروفه ده.
هیره دې نه وي چې ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام به د اسټرالیا په کوربتوب په اکتوبر میاشت کې پيل شي. ياد جام ته افغانستان لا وړاندې د درجې بندۍ له لارې په مستقیما توګه لار موندلي ده.