افغان کرکټ ملي لوبډله کې ۳ لوبغاړو تر سلو زیاتې ویکټې اخیستي

نصرت الله عمرزی

افغانستان چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې د کرکټ یو ورځینۍ لوبې پېل کړي، تر اوسه یې درې لوبغاړو په ۵۰ اوریزو سیالیو کې خپلې ویکټې تر سلو رسولي دي.

لومړی راشد خان، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وکړه تر دې دمه یې په ۶۴ اننګزونو کې د ۲۳۳۳ منډو په ورکولو سره ۱۳۱ ویکټې اخېستې او په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو مخکښ دی.

محمد نبي عیسی خېل چې په افغان لوبډله کې له پېله لوبیږي تر اوسه یې په ۱۱۷ پاڼېو کې توپ اچوونه کړې ۴۱۰۳ منډې یې ورکړي او ۱۲۸ ویکټې یې اخېستې دي.

بل د افغان لوبډلې تېز توپ اچوونکی دولت ځدران چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې له لوبډلې سره په یو ورځنیو لوبو کې یو ځای شوی، تر دې دمه یې په ۸۰ پاڼیو کې د ۳۴۲۳ منډو په ورکولو سره ۱۱۵ ویکټې اخېستې دي.

له دوی وروسته حمید حسن او ګلبدین نایب ۵۹-۵۹ او مجیب الرحمن ۵۸ ویکټې اخیستي دي.

په شل اوریزو لوبو کې تر اوسه کوم لوبغاړي خپلې ویکټې تر سلو نه دي رسولي، خو راشد ۷۳ او محمد نبي د ۶۹ ویکټو په اخېستو تر نورو مخکښ دي.