لوکاس پوډولسکي د ترکیې انټالیا سپور کلب سره یو ځای شو

محمود خان منندوی

رسمي: د ویسل کوبي کلب حمله کوونکی لوبغاړی لوکاس پوډولسکي په یو نیم کلن تړون د ترکیې د انټالیا سپور کلب سره یو ځای شو.

نوموړی اوسمهال ۳۴ کاله عمر لري، دی ۱۹۸۵ میلادي کال د جون په ۴مه نېټه زېږدلی دی.

بل خوا بیا ویکټور موزس له چیلسي څخه د اینټر میلان سره یو ځای شو.

د لیسټر سیټي کلب د چمپیونز لیګ د برخې اخیستو له پاره ۱۴ نمرو ته اړتیا لري.

دغه راز د بارسلونا ۱۶ کلن انګلیسي لوبغاړی لویي بري د اسټون ویلا سره یو ځای شو.

په ورته وخت کې د سالامانکا روزونکی لواسس د ریال ماډریډ پر وړاندې تر پرونۍ لوبې وروسته:  زه د ریال ماډریډ د ترکیب په لیدو حیران شوم او په دې پوه شوم، چې هغوی موږ ته درناوی لري.

د لواسس موخه د ډېرو ګولونو ترسره کول وو.

 نوموړی زیاتوي چې زیدان دا ثابته کړه چې نوموړی یو ښاغلی دی، ځکه نوموړي له یوه ښه ترکیب څخه یي ګټه اخیستې ده.