افغان نوموتی کرکټر مجیب ځدراڼ د بیا ستاینې وړ وګرځېد

په هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان ځوان بالر مجیب الرحمن توپوهونکي له ستونزو سره مخ کوي.
د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې د مجیب له انځور سره لیکلي، هغه توپ اچوونکی، چې پېلوونکي توپوهونکي له ستونزو سره مخ کوي.
مجیب الرحمن په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې واخېستل شو.
هغه د شاملېدو په لومړي کال ۱۱ لوبې د پنجاب لوبډلې په ګټه ترسره کړې، چې ۱۴ وېکټې یې پکې واخېستې.
۲۰۱۹ م کال کې چې د آی پي اېل دولسم پړاو و، ۵ لوبو کې ګډون وکړ، نوموړی په لاس په توپ ولګېد، ټپي شو او بیا له نورو لوبو پاتې شو.
۲۰۱۹ م کې یې په ۵ لوبو کې ۳ وېکټې ترسرلاسه کړې وې.
سږ کال بیا هم د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مل دی او که د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه آی پي اېل پیل شي؛ نو د مجیب الرحمن شتون پکې حتمي دی.
مجیب الرحمن ۱۹ کاله عمر لري ۲۰۱۷ م کال کې له افغان ملي لوبډلې سره مل شو، چې ډېر لږ وخت کې یې ښې توپ اچونې شهرت وموند او اوس د نړۍ په کچه یو مشهور لوبغاړی بلل کېږي، چې بېګ باش لیګ، وېټلېټي بلاسټ لوبو، سي پي اېل لوبو، بنګله دېش سوداګریزو لوبو، لس اوریز سوداګریز لیګ او افغانستان شپږیزه کرکټ لوبو کې لوبېدلی دی.