د نړۍ ډېری هېوادونه د کورلېنګ سیالېو کوربتوب کوي

د کورلېنګ سیالۍ چې د یوې ښویې او هموار سطحې پرمخ د ځانګړې وسیلې په مرسته ترسره کېږي، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې یې اوږدې سیالۍ روانې دي او د ۲۰۲۰ م کال تر می میاشت پورې به دوام وکړي.
کورلېنګ سیالۍ چې په نوره نړۍ کې مشهورې سیالۍ دي اوسمهال یې په ډېری اروپایي هېوادونو کې سیالۍ روانې دي.
په دې سیالیو کې دوه لوبډلې د یو بل پر وړاندې ۷۵ دقیقې لوبه کوي، چې د یوې ځانګړې وسیلې په مرسته پکې چې انګلیسي کې یې راک یا ډبره بولي ترسره کېږي.
دوه کسان چې راکس یا ځانګړې ډبرې ورسره وي، د لوبغالي له یو سر څخه بل سرته چې ځانګړې دایره پکې وي رسوي او د راکس د رسېدو په لړ کې هر لوبغاړی د بریا په صورت کې دوه نومرې اخلي.
۲۰۱۰ م کال اولمپیک سیالیو کې کاناډا سوېډن ته ماتې ورکړې وه او د لوبو بریا کاناډا اخېستې وه.
۲۰۱۹ م کال کې دا سیالۍ په جون میاشت کې په ټوله نړۍ کې پیل شوي او د ۲۰۲۰ م کال تر می میاشت پورې به دوام وکړي.
دې اوږدو سیالیو ته د ۲۰۱۹ او شل م کلونو پړاو سیزن نوم ورکړل شوی دی.