پر اس هنري سپرېدا؛ اروپا د دې سیالېو کوربتوب تر ۶ میاشتو کوي

اروپایي هېوادونو کې پر اس د هنري سپرېدلو سیالۍ دوام لري

 د اس په مرسته حرکاتو اجرا کولو هنري سپرېدنه د روان م کال مارچ له ۲۸ مه نېټه پېل شوې او د سپټمبر تر میاشت پورې دوام کوي، دې لوبو کې د یو سپاره کس لخوا ډول، ډول حرکات اجرا کېږي او د ننداره کوونکو له تودو چکچکو سره مخ کېږي.

 نړۍ کې ډېرې داسې لوبې شته، چې خلکو ته په زړه پورې دي؛ خو زمونږ له سترګو پناه پاتې شوي دي.

 د اروپا په ډېر هېوادونو کې د اس په مرسته د حرکاتو اجرا کولو لوبې د مارچ میاشت په ۲۸ مه نېټه پېل شوې او د اروپا ترڅنګ د نړۍ په نورو لویو وچو کې هم ترسره کېږي.

 دې لوبو ته په انګلیسي کې اِکوېسټریئن وُلټېنګ وایي، چې پښتو ژبه کې یې په طاق حالت کې په اس سپرېدل بولي.

 د اکوېسټرېیئن ولټېنګ لوبو کې یو لوبغاړی د ځانګړي اس پر شا سپرېږي او په روان حالت کې د اس په مرسته ملاقونه اړوي او ډول، ډول نور حېرانوونکي حرکات ترسره کوي.

 په یواځې ځان د اس سپرېدلو لوبې د فزیکي حرکاتو ترڅنګ د بوختیا یوه ښه پلمه هم ده، چې د خلکو تود هرکلي سره مخ کېږي او لوبغاړی نازوي.

 د دې لوبو لپاره امریکا کې ځانګړی فدراسیون وجود لري او د دغه فدراسیون تر چتر لاندې رسمي لوبې د اګسټ میاشت په لومړۍ لسیزه کې پېلېږي؛ خو اروپا کې یې لوبې د مارچ میاشت په ۲۸ مه نېټه پېل شوي دي او کابو شپږ میاشتې به دوام وکړي.