تایلنډ نن یکشنبه د ساحلي فوټبال سیالېو کوربتوب پېلوي

د مارچ میاشت په ۱۵مه د تایلنډ هېواد د ساحلي فوټبال لوبو لپاره چمتووالی نیسي او د اسیا ډېری لوبډلې به د تایلنډ هېواد د بحرونو په څنډو یا سواحلو کې د فوټبال لوبې ترسره کړي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د روانې مارچ میاشتې په اوږدو کې د دوو ورځو لپاره د تایلنډ هېواد د ساحلي فوټبال لوبو کوربه دی.
د ساحلي فوټبال لوبې د شین لوبغالی خلاف په هغه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې له نرمې خاورې یا شګو ډک وي.
ساحلي فوټبال لوبه کې لوبغاړي ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري؛ ځکه چې په لوبغالي کې د شین مېدان برعکس د تګ پر وړاندې مانع یا اصطکاک زیات وي، لوبغاړی پکې د زیاتې هڅې په ترڅ کې چټکه منډه وهي او توپ د مقابلې لوبډلې ګول ته رسوي.
د تایلنډ هېواد لوبو کې به د اسیا ځېنې هېوادونو ساحلي فوټبال لوبډلې ګډون ولري.
د ساحلي فوټبال یادې لوبې د مارچ میاشت په ۱۵ مه نېټه پېلېږي او د همدې میاشت تر ۱۶ مې نېټې دوام کوي.